1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د الفتح او حماس اتحاد: د اسرائیلو له پاره یوه نوې ننگونه

شمس الرحمان ناصر (دویچه ویله)۱۳۹۳ خرداد ۱۱, یکشنبه

الفتح غواړي د خپل تاسیس د پنځوسمې کلیزې پر ورځ له حماس سره یو ایتلافي حکومت رامنځ ته کړي. ټاکل شوې ده چې دا حکومت به یو عملي سیاست غوره کړي او په دې توگه به اسرائیل له نویو سیاسي چلنجونو سره مخامخ کړي.

https://p.dw.com/p/1CA6P
انځور: reuters

اسرائیل او فلسطین شپږ میاشتې د امریکا متحده ایالاتو په منځگړیتوب خبرې اترې وکړې خو دغه بهیر بې له کومې نتیجې پای ته ورسید. د الفتح سازمان رهبري د خبرو اترو دوه نور اړخونه اسرائیل او امریکا له یوه داسې موضوع سره مخامخ کړل چې هغو يې تمه نه لرله. د الفتح سازمان د غزې په تړانگه کې د حماس له ډلی سره د یوه گډ اسلامي حکومت پر جوړلو موافقه وکړه.

اسرائیلو د حماس او الفتح د اتحاد په غبرگون کې د امریکا په منځگړتوب د خبرو اترو لړۍ ودروله. د اسرائیل او امریکا له پاره حماس یوه ترهگره ډله ده چې یهودي حکومت نه غواړي له هغوې سره خبرې وکړي.

اوس د دغو دواړو لویو فلسطیني ډلو تر منځ اتحاد چې ټاکل شوې ده خبری اترې به يي ډیر ژر پای ته ورسیږي د فلسطین د آزادي بخښونکي سازمان«الفتح» له پنځوسمې کلیزې سره سمون خوري.

داسې معلومیږي چې د دغو ډواړو سازمانونو اتحاد چې له پخوا څخه نه وه پلان شوی د دغو دواړو سازمانونو ترمنځ اختلافونه شا ته پریښي وي. که چیرې دغه موافقتنامه چې ترسره شوې ده پایداره پاتی شي نو په هغه صورت کې باید اسرائیل د فلسطین پر وړاندی خپل سیاست ته تغیر ورکړي.

نبیل آمر چې تر ۲۰۰۳ کال پورې د اردن په ساحل کې د اطلاعاتو وزیر وو وايي چې تر ټولو په لومړي قدم کې حماس باید په خپل سیاست کې تجدید نظر وکړي.

نوموړي دویچه ویله ته په خبرو کې وویل چې د الفتح له پاره ډیره مهمه ده چې حماس پر دې قانع کړي چې اسراییل په رسمیت وپیژني او یا هم لږ تر لږه خپل د کابینې غړو ته اجازه ورکړي چې دا کار وکړي. هغه زیاته کړه: «دا د سولې په مسیر کې یو نیک قدم دی. زه هیله لرم چې اسرائیلیان او امریکایان هم دا خبره درک کړي. مونږ دې کار ته ضرورت لرو. څو د سولي بهیر یوې ښې نتیجې ته ورسیږي. دا اتحاد له موږ سره مرسته کوې څو وښیو چې د ټولو فلسطینیانو استازیتوب کوو.»

د یو واحد حکومت د جوړولو له پاره دواړه سازمانونه ډیر ښه سیاسي دلایل هم لري. دواړه خواوې وروسته د کلونو قدرت څخه پر دې ونه توانیدل چې د رای ورکوونکو هیلې پوره کړي. د غزې په تراړه کې د فلسطینیانو د ژوند شراېط د پخوا په پرتله خراب شوي دي. په ځانگړي توگه د پاکو اوبو برابرول یوه لویه ننگونه ده.

په عین وخت کې ډیری فلسطینیان د حماس له ډیر محافظه کاره سیاست څخه شکایت کوي او فتح په پرله پسې ډول په مالي فساد تورن شوې ده. سربیره پر دې د اردن د لویدیځې ساحې ډیری اوسیدونکي شکایت لري چې د کلونو راهیسې له اسرائیلو سره خبرو اترو کومه گته نه ده کړې.

مهدي عبدالهادي د نړیوالو مطالعاتو په برخه کې د فلسطینیانو د تولنې مشر په دې اند دی چې دغه دواړه خواوې د اتحاد له پاره خپل دلایل لري. هغه وایي: «په سوريې، لبنان، سعودي عربستان، قطر او په ځانگړي توگه په مصر کې د عربي پسرلي تر انقلابونو وروسته حماس منزوي شوې ده [...] حماس نه شي کولای دغه منزوي کیدو ته ادامه ورکړي. فتح په خپل نوبت سره نه شي کولای په نړیواله کچه د رسمیت پیژندل کیدو په برخه کې کار وکړي او یا د ملگرو ملتونو سازمان ته لاره پیدا کړي، بې له دې چې ټولې سیمې او د هیواد ټول خلک له ځان سره ولري. په همدې توگه یوې گډې رهبري ته اړتیا شته.»
نوموړی زیاتوی له همدې امله دواړه خواوې له روغې جوړې پرته بله لار نه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب