1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د القاعده او طالبانو د پټيدو ځايونه په پاکستان کې نور ډاډمن ندي

۱۳۸۸ بهمن ۳۰, جمعه

د طالبانو د پوځي مشرتر نيولو وروسته د پنجشنبې په ورځ د پاکستان امنيتي ځواکونو ته ډير نور د القاعده د شبکې مشران هم په لاس ورغلي دي

https://p.dw.com/p/M5Tc
انځور: AP

سربيره پردي د طالبانو د قندوز او بغلان د ولايتونو قوماندانان هم نيول سويدي ، د قندوز د ولايت د طالبانو مشر ملا سلام وه چې د الماني پوځيانو سخت مخالف وه ، افغانستان د نړۍ يو عاجز هيواد دي خو د پردي تر شا يې دوه اداري درلودي ، يوه اداره يې په کابل کې وه ، چې زيات وکم اغيزمنده وه ، اوبله د ناټو د بيان په حواله د افغانستان په ۳۳ يا ۳۴ ولايتونو کې وه ، چه څه ناڅه د کابل سوري پري پروت وه ،او حکومت يې کاوه ، په پاکستان کې د طالبانو نيولشوي قوماندان عبدالسلام په حقيقت کې د پردي شاته په قندوز کې د طالبان والي وه ، په کوم ځاي کې چې ، الماني پوځيان ځاي په ځاي شويدي ، او د افغانستان د بيا رغوني د پاره په دنده بوخت دي ، په لمړي قدم کې د الماني پوځيانو کار د سولي تر سر ليک لاندي پيل شوه ، خو په کراره کراره دغه حالت په جنګ بدل شوه ، د طالبانو د زياتو بريدونو له کبله پورتنې ولايت چې يو ارامه ولايت وه ، د جنګ ځاي وه ګرځيده ، د بي پلوه کشفياتو د انستيتوت مرستيال توماس روټيګ وايې چې ملا سلام په اصل کې د سياسي پلوه په الماني پوځيانو باندي د بريدونو ذمه وار ګڼل کيږي دي وايې او ټون ..... په اصل کې د پردي شاته د قندوز د والي په حيث د ملا سلام نومول ، په څرګند ډول په قندوز کې د بريدونو لړۍ ګړندي کړه ، ، عبدالسلام د ۱۲۰۰ طالبانو قومانده په غاړه درلوده ، اګر چې دده نيول په طالبانو يو سخت ګذار دي خو روټيګ پدي پوره ډاډمن ندي چې ، د عبالسلام نيول به د طالبانو پوځي توانايې کمه کړي ، دي وايې او ټون....... تر اوسه پوري تجربو دا ښودلي ده چې ، طالبانو د يو کم وخت نه وروسته بيرته ددي توانايې درلوده چې ، د خپلو لارښودو ضايعه شوو قوماندانانو ځاي بيرته ژر ډک کړي ، اګر چې په قندوز کې د بريدونو کچه پورته ولاړه ، خو ملا سلام ددي توانايې درلوده چې هر وخت د خلکو سره چې په حکومت دي ، ګډ کار وکړي د بيلګي په توګه د يوه کلي مشرانو ملا سلام پدي راضي کړ چې د يوه سرک د جوړولو اجازه تري واخلي پدي هکله روټي؛ وايې او ټون.... د پورتنې بيلګي په تړاو په اصل کې ملا سلام د ډيرو سخت ګيرو قوماندانانو په قطار کې نه راځي ، خو دا بايد وه ويل شي چې ملا سلام د ملا برادر د کړۍ سړي وه ، ملا برادر د طالبانو پوځي مشر وه ، او د طالبانو دوهم مخکښ لارښودي ګڼل کيده ، ملا سلام په اصل کې د ملا برادر د لاري پلوي وه ، ملا برادر په تيرو ورځو کې د پاکستان د پټي شبکي له اړخه وه نيول شوه ، د طالبانو د لوړپوړو لارښودو مشرانو نيول دا پوښتنه رامينځ ته کوي چې ايا په اسلام اباد کې د افغاني طالبانو په تړاو يو بدلون ته لاره هواره شوي ده او که څنګه ؟ ، ځکه چې پخوانيو وختونو کې د پاکستان پټي شبکي د پردي شاته د افغاني طالبانو کلکه پلوي کوله .