1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د القاعده د ګواښ پر وړاندې د هند غبرګون

۱۳۹۸ تیر ۲۲, شنبه

د القاعده شبکې مشر د یوې اعلامیي په ترڅ کې ویلي وو چې هندي پوځ او حکومت به په نښه او خپله توجه به پر کشمیر متمرکزه کړي. د ډهلي حکومت یي په ځواب کې ویلي چې داسې ګواښونه جدي نه نیول کیږي.

https://p.dw.com/p/3M1es
Grenze Patrouille Indien Pakistan
د القاعده شبکې مشر په هندي کشمیر کې د خپلو فعالیتونو د زیاتولو ګواښ کړی.انځور: dapd

د هند ي پوځ او حکومت په نښه کولو او پر کشمیر د خپل توجه متمرکز کولو په ارتباط د القاعده شبکې د مشر د وروستیو ګواښونو په اړه د نوي ډهلي حکومت ویلي دي چې داسې تهدیدونه جدي نه نیول کیږي. 

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویش کمار، د القاعده ترهګرې شبکې د مشر ایمن الظواهرې د تازه ګواښونو په اړه  د رسنیو د پوښتنې په ځواب کې ویلي دي: «زه فکر کوم چې مونږ باید داسې ګواښونه دومره جدي ونه نیسو. داسې ګواښونه مونږ په پرله پسې ډول اورو. دا لومړی ځل نه دی. مخکې هم داسې ګواښوونه ورکول شوي چې مونږ به دا وکړو، مونږ به هغه وکړو.»

درې ورځې مخکې ایمن الظواهري خپلو پلویانو ته د یوې ویډیویي پيغام په ترڅ کې ویلي وو: «په کشمیر کې فعال مجاهدین دې خپله ټوله توجه پر هندي پوځ او حکومت په پرله پسې بریدونو متمرکزه کړي، څو د دوی اقتصاد زیان وویني او د هند کاري ځواک، مهم تاسیسات او وسایلو ته یي په دوامداره توګه تاوان ورسیږي.»

د ډهلي حکومت د دې ګواښونو په ځواب کې ویلي دي چې هندی پوځ له هیواد څخه د دفاع او د خپلواکۍ د ساتنې بشپړ صلاحیت لري او تل د تیارسۍ په حال کې دي.

د القاعده ترهګرې شبکې د مشر ایمن الظواهرې
د القاعده ترهګرې شبکې د مشر ایمن الظواهرېانځور: picture-alliance/dpa/dpaweb

په هند کې عام خلک داسې فکر کوي چې ایمن الظواهري د پاکستان له ملاتړ څخه برخمن دی. کله چې د بهرنیو چارو وزارت له ویاند څخه پوښتنه وشوه چې آیا ظواهري په پاکستان دی، نو دا پوښتنه یې بی ځوابه پریښوده.

الظواهري چې د ملګرو ملتونو له خوا د ترهګرو په لیست کې شامل دی د «کشمیر مه هیروئ» تر عنوان لاندې په خپل دې ویډیو کې ویلي دي: «د کشمیر جګړه کومه جلا جګړه نه ده، بلکې د لویو قدرتونو پر وړاندې د مسلمانانو د جهاد یوه برخه ده.»

د هندوستان د دفاعي چارو شنونکی او د «کنفلکټ منجمنټ انیستیتوت» مشر اجی ساهني، د الظواهري د ویډیوي ګواښ په اړه ویلي: «د الظواهري تازه پيغام کومه نوې خبره نه ده. که څه هم د ترهګرۍ هیڅ ډول خطر له پامه نه شي غورځول کیدای، خو د کشمیر په روان سیاسي وضعیت کې د هغه دغه پيغام د ټولو کشمیریانو د بدنامه کولو هڅه ده. له دې وینا سره داسې یو نظر پیدا کیږي چې ټول کشمیریان د جهاد له نړیوال تحریک سره د زړه له کومې همدردي لري.»

اجی ساهني زیاته کړې ده: «په جمو کشمیر او یا د هند په بل کوم ځای کې اسلامي ترهګري هغه وخت کامیابه کیدلی شي چې د پاکستان له ملاتړ څخه برخمن وي. د القاعده او «اسلامي دولت» ډلې په څیر نړیوالې جهادي ډلې تر اوسه پورې په هندوستان کې په قدم ایښودلو نه دي بریالي شوي، ځکه د هندوستان استخباراتي ادارو پر داسې ډلو او د دوی فعالیتونه په ډیر دقیق ډول تر نظر لاندې نیولي دي.» 

Akhtar J.sn.aa