1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د القاعدې غړی د امريکا جاسوس وو

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۰, چهارشنبه

په یمن کي د القاعدې ډلي يو داسي کس په يوه الوتکه کي د ځانمرگي بريد له پاره گومالی وو، چي هغه د CIA جاسوس وو.

https://p.dw.com/p/14s3D
انځور: Fotolia/julia_freeman

د القاعدې هغه پلان چي غوښتل ئې په یوه الوتکه کي بم والوزوي د یوه داسي چا په مرسته خنثی شوی دئ چي له القاعدي سره ئې کار کاوه خو په اصل کي د CIA (د امریکا استخباراتي اداره) غړی وو.

د سعودي عربستان استخباراتي ادارې په یمن کي د القاعدې په ډله کي داسي کسان ځای پر ځای کړي دي، چي امریکا او سعودي عربستان ته جاسوسي کوي. هغه چا چي د القاعدې وروستی پلان ئې شنډ کړی دئ هم د همدې کسانو په ډله کې وو.

دغه خبري واشنگټن پوست ورځپاڼي د یوه امریکايي چارواکي په حواله چي د نوم د نه اخيستلو په شرط ئې خبري کړي دي خپرې کړي دي.

دغه کس یو څه وخت مخکي په یمن کي د القاعدې له ډلي سره کار پیل کړ. هغه په دې پوه شو چي دا ډله په دې هڅه کي ده چي داسي یو بم جوړ کړي چي په الوتکه کي ئې والوزوي.

هغه بيا له القاعدې څخه وغوښتل چي د دې عملیاتو له پاره دی غوره کړي. تر هغه وروسته چي هغه بم په ځان پوري وتړی د دې پر ځای چي و ئې چوي، هغه ئې امریکایانو ته تسلیم کړ.

د امریکا استخباراتي ادارې څو اوونۍ دغه بم څاره خو بالاخره په القاعده کي د هغوی جاسوس بیا د دغه بم په اړه معلومات روښانه کړل. دغه امریکايي چارواکي د واشنگټن پوست ورځپاڼي ته ویلي دي چي په یمن کي د القاعدې یو شمیرغړي د بم تر کشفیدو وروسته د بې پیلوټه الوتکي په یوه برید کي وژل شوي دي.

د سه شنبې په ورځ د سپیني ماڼۍ ویاند د ABC تلویزیون سره په خبرو کي وویل چي په یمن کې د القاعدې د ډلي له خوا جوړ شوی بم اوس د هغوی په لاس کي دئ. د هغه په خبره اوس مهال امریکایي استخباراتي ادارې د کشف شوي بم په اړه څېړني کوي چي په راتلونکې کي د داسي پېښو مخنیوی وکړي.

د سپیني ماڼۍ ویاند وویل چي امریکا په دې خبري باندي ډاډه ول، چي دغه بم امریکا ته کوم گواښ نه رامنځ ته کوي. د امریکایي چارواکو په خبره په کشف شوي بم کي اوسپنه نه ده کارول شوې او هغه بم ته ورته دی چي القاعدي غوښتل د ۲۰۰۹ کال د نوي کال په شپه ئې و کاروي، چي هغه هم کشف سوو.

د سپیني ماڼۍ ویاند ویلي دي چي په یمن کي میشته د القاعدې ډله غواړي چي په یوه امریکايي الوتکه کي چاودنه وکړي خو د هغه په خبره امریکا به په هر حال کي د هغوی مخه ونیسي.

ښایي دغه برید د اسامه بن لادن د وژني د غچ اخیستلو په خاطر پلان شوی وو، خو که هر څه وي، دا پلان اوس شند شوی دئ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل