1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د القاعدې فعاليتونه محدود سوي دي

۱۳۸۹ آذر ۲۵, پنجشنبه

امريکا يي رسنيو خبر ورکړی چي د بارک اوباما د افغانستان او پاکستان لپاره د ستراتيژۍ د کتني په نتايجو کي ويلي چي د القاعدې تروريسته شبکه ډيره کمزوره سوې.

https://p.dw.com/p/Qdog
رسنۍ ليکي چي په نتايجو کي راغلي دي چي د القاعدې شبکې مشران ډير کمزوره سوي او هغه ځای چي دوی پکښي اوسيږي ډير کرار سوی دی.
رسنۍ ليکي چي په نتايجو کي راغلي دي چي د القاعدې شبکې مشران ډير کمزوره سوي او هغه ځای چي دوی پکښي اوسيږي ډير کرار سوی دی.انځور: picture-alliance/ dpa

خبرونه زياتوي چي اوباما ويلي چي د القاعدې د تروريستي شبکې په فعاليتونو کي لږ والی راغلی، او د هغې هغه وړتيا چي تروريستي بريدونه رهبري کړي امکانات يې ډير محدود سوي دي.

دغه خبرونه امريکايي رسنيو د هغو اسنادو په استناد کړي دي چي دوی ته د اوباما د افغانستان پر ستراتيژۍ باندي د کتني د نتايجو لخوا په لاس ورغلي دي.

رسنۍ ليکي چي په نتايجو کي راغلي دي چي د القاعدې شبکې مشران ډير کمزوره سوي او هغه ځای چي دوی پکښي اوسيږي ډير کرار سوی دی.

په اسنادو کي راغلي چي د لقاعده شبکه د ۲۰۱۱ کال په پرتله چي د افغانستان څخه پاکستان ته و تښتېدل ډيره کمزوره سوې.

په نتايجو کي دغه راز راغلي چي د القاعدې شبکه اوس هم بايد له پامه و نه غورځول سي، ځکه هغوی اوس هم ډير خطر ناکه دي. او هغوی اوس هم کولای سي چي تروريستي بريدونه تر سره کړي.

په ورستيو خبرونو کي چي اوس رارسېدلي ويل کيږي چي بارک اوباما د افغانستان پر ستراتيژۍ باندي د کتني په نتايجو کي ويلي دي، چي

خو افغان سياستوال، مرستندويه موسسې او سازمانونو ويلي دي چي ددغي کتني نتايج ښايي د افغانستان د خرابو شرايطو د ښه کولو د پاره څه و نسي کړای.

ځينو نورو حتي ددغي کتني د محدودو نتايجو په هکله نا رضايتي څرګنده کړې ده. که څه هم د بارک اوباما په غه کتنه کي چي نن خپره سوې ده. راغلي دي چي امريکايي او د ناټو ځواکونو په افغانستان کي د طالبانو او القاعدې په وړاندي لاسته راوړني لري. خو په عيني وخت کي وايي چي جدي ستونزي لا په مخکي پاته دي.

د کتني نتايج وايي چي د افغانستان په ډيره برخه کي د طالبانو د پر مختګ مخه نيول سوې او حتي په ځينو کي د هغوی شتون په بشپړه توګه له منځه وړل سوی دی.

په دغه کتنه کي زياته سوې ده چي د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل به د پلان سره سم د راتلونکي په جولای کي پيل سي.

اژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم