1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د القاعدې مشر د طالبانو له مشر سره خپله وفاداري اعلان کړه

۱۳۹۴ مرداد ۲۲, پنجشنبه

د القاعدې مشر ایمن الظواهري د خپلي ډلي وفاداري د طالبانو له نوي مشر ملا اختر محمد منصور سره اعلان کړې ده. هغه دغه خبري په یوه غږیز پیغام کې چې په انترنت کې خپور شوی دی کړي دي.

https://p.dw.com/p/1GFCh
انځور: Reuters/SITE

ایمن الظواهري په دغه ثبت شوي پیغام کې ویلي دي: «د القاعدې د امیر په توګه زه له تاسره خپله وفاداري اعلانووم. له دې سره زه د شیخ اسامه بن لادن او د هغه د شهیدو ورورونو لار چې له ملا عمر سره یې وفاداري اعلان کړې وه تعقیبوم.»

ملا عمر او اسامه بن لادن یو له بل سره نزدې اړیکې لرلې. هغه د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو دمخه په افغانستان کې اوسیدی چې بیا په ۲۰۱۱م کال کې د امریکایي ځواکونو له خوا د پاکستان په ایبټ آباد کې ووژل شو.

ظواهري له منصور څخه غوښتي دي چې شرعي قانون نافذ کړي او «د مسلمانو د ټولو اشغال شوېو سیمو تر آزادیدو پوري» خپل جهاد ته دوام ورکړي.

ملا اختر محمد منصور د جولای مياشتي پر ۳۱مه نېټه د طالبانو د نوي مشر په توګه وټاکل شو. د طالبانو دغه غړی له هغه وروسته مشر شو، چې افغان حکومت د ملا عمر د وژل کیدو خبر تائید کړ.

د طالبانو ځيني غړي د منصور له ټاکل کیدو خوښ نه دي او ویل کیږي چې له همدې کبله د دې ډلې تر منځ اختلافات پیدا شوي دي.

ظواهري په داسې حال کې له منصور سره خپله وفاداري اعلانوي چې د القاعد او اسلامي دولت ترهګړو ډلو تر منځ سیالي مخ پر زیاتیدو ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب