1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان اقتصاد له حکومت څخه د سپما د سختو تدابیرو غوښتنه کوي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۵, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/14k5d

د المان اقتصاد له حکومت څخه د سپما د سختو تدابیرو غوښتنه کوي. د DIHK په نامه د صنعت او تجارت د کمېټۍ رئیس هاینریش دریفتمن، د المان صدراعظمې انګیلا میرکل، ته په دې اړه یو لیک استولی دئ چې پکښي راغلي دي چې په اروپا کې اقتصادي بحران ته په کتو سره دا خبره ضروري ده چې د نوي بحران د رامنځته کېدو څخه باید مخنیوی وسي. دغه رپوت د«فرانکفورتر الګیماینه څایتونګ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼی ورکړی دئ.

په دغه ورځپاڼه کې دا هم راغلي دي چې په اروپا او امریکا کې اقتصادي بحران د دې څرګندویه دئ چې غربي هیوادونو څومره د دغه بحران په راوستلو کې له بې غورۍ څخه کار اخیستی دئ. اوس باید نوي اصلاحات رامنځته سي چې دغه هیوادونه بیرته د سیالۍ ډګر ته راووځي.