1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان او روسيې تر منځ ستونزمن کال

۱۳۹۱ آبان ۲۶, جمعه

د روسيې او المان تر منځ اړيکي ستونزمني دي. د روسيې د ولسمشر په توگه د ولاديمير پوتين تر بيا ټاکل کېدو وروسته، اوس په لومړي ځل د دغه دواړو هيوادونو تر منځ خبري اتري پيليږي.

https://p.dw.com/p/16kJ4
انځور: picture-alliance/dpa

په پام کي ده چي نن به د المان لومړۍ وزير اغلې انگلا ميرکل له خپلو څوتنو وزيرانو او اقتصادي کارپوهانو سره مسکو ته سفر وکړي. د دې سفر هدف له روسيې چارواکو سره خبري اتري او د څو اقتصادي تړونونو لاسليکول دي.

په دې سفر کي ميرکل د روسيې له جمهور رئيس ولاديمير پوتن سره په هغه هيواد کي د بشري او ټولنيزو حقونو په اړه خبري اتري ولري.

د المان صدراعظمه اغلې انگلا ميرکل به د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره په مسکو کې وگوري. د دغو ليدنو کتنو له جملې څخه يو هم د پيترس بورگ د مدنې ټولنۍ د ډيالوگ موضوع ده چې په عين وخت کې د روسيي په پلازمينې مسکو کې دايرېږي.

له هغه وخته راهيسي چي پوتين بيا د روسيې جمهور رئيس ټاکل سوی دی (د روان کال د می مياشت) د دواوړ هيوادونو د مشرانو ليدنه کتنه په پرلپسې ډول ځنډول کيږې، چې د هغې له جملې څخه المان ته د روسيې د لومړي وزير ديميترې ميدويدف د راتگ ځنډېدل يادولای سو.

ميد ويدف د روان کال د می د مياشتي پر ۱۳ نېټه د ختيځي بحرې شورا د شترالزوند په کنفرانس کي گډون ونه کړ او خپل يو مرستيال ئې ور ولېږه. خو سربيره پردې د المان صدراعظمي يوه ورځ له ولاديمير پوتين سره په برلين کې وکتل.

پوتين د دوهم وار له پاره د ولسمشر په توگه تر ټاکل کيدو وروسته تر ډيره وخته معلوم نه شو، د کرملين مشر به څه وخت المان ته سفر وکړې؟ مسکو خبر ورکړ چې ولسمشر به د سپيني روسيې او قزاقستان تر سفر وروسته المان ته سفر وکړي. هغه وو چې پوتين مسکو ته تر سفر وروسته يوازي د يو څو ساعتونو له پاره برلين ته ولاړ او له هغه ځاي پاريس ته.

بله خوا ټاکل شوې وه چې د جرمني ولسمشر يواخيم گاوک به روسيي ته ځي، خو گاوک د ۲۰۱۲ کال په جون کې د المان د کال د مراسمو د پرانستي په غونډه کې د گډون له پاره مسکو ته نه ولاړ او د کي جي بې د دغه پخواني مشر سره يې چندان علاقمندي ونه ښودله.

د مسکو او برلين تر منځ اړيکې هغه مهال ډيري کمزوري شوې چي په ۲۰۱۱ کال کي د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو وستر ويله د روسيې د انتخاباتو په نتايجو کې د درغليو خبر تر لاسه کړ او پر دغو پايلو باندي يې له سره د غور کولو غوښتنه وکړه.

تر هغه وروسته د المان حکومت ادعا وکړه چې د ۲۰۱۲ کال د مارچ په مياشت کي د روسيې د ولسمشرۍ ټاکني د پيژندل شوو نړيوالو قوانينو سره اړخ نه لگوي.

د سياست او ټولنۍ د مودرنيزه کولو په برخه کې پوتين ته د المان د صدراعظمي نصيحت کومه گټه ونه رسوله. د پوتين په دوهمه دوره کي د مظاهرو او ټولنيزو غونډو د حق په برخه کې قوانين سخت شوي دي، هغه غير دولتي سازمانونه چې د بهرنيو هيوادونو له خوا تمويليږې د بهرني اجنټانو ټاپه پر لگول کيږي.

دغه راز د سوريې په اړه هم برلين او مسکو بېلابېل دريځونه لري. د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله د ۲۰۱۲کال په پسرلي کې ويلي ول: «روسيه د سوريې په مسئله کې د بشارالاسد رژيم له ملاتړ کولو سره د تاريخ په ډير غلطه پاڼه کې ځای لري.»

اندرياس/ شمس الرحمن ناصر
کتونکی: نجيب الله زيارمل