1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان او پولېنډ تر منځ د پولو د تعين د تړون شلمه کليزه لمانځل کيږي

۱۳۸۹ آبان ۲۳, یکشنبه

د دويمې نړۍ والې جگړې وروسته د پولو د تعين خبره د المان او پولېنډ تر منځ يوه کړکېچنه موضوع وه چي تر يوې کچې يې د دواړو هيوادونو اړيکې اغېزمني کړي وې.

https://p.dw.com/p/Q8I7
انځور: Europa-Universität Viadrina

د پولېنډ او المان د بهرنيو چارو وزيرانو د دواړو هيوادونو تر منځ د پولو د تعين د تړون شلمه کليزه يوه اونۍ تر مخه لا په گډه ولمانځله. رادوسلاف زيکورسکي او گيډو ويسټر وېله اوږه په اوږه و هغه پول ته ورغلل چي د دواړو هيوادونو تر منځ بهېدونکي سيندونه فرانکفورټ ام اوډه او سلوبيسه سره يو ځای کوي. ويسټر وېله وويل چي دغه پول د دواړو هیوادونو تر منځ د ملگرۍ پول دی.

« لکه څنگه چي ټولو ته معلومه ده ډېر لږ وخت مخکي چي د يوه انسان د ژوند څخه لا هم لنډه موده ده پر دغه ځای بمونه اورېدل، جگړه روانه وه او انسانان وژل کېدل. نو دا اوس د خوشبختۍ خبره ده چي پر دغه ځای د دواړو هيوادونو خلک د ملگرۍ په فضا کي سره يو ځای سوي دي.»

د پولېنډ او المان ترمنځ د ملگرۍ بنسټ د المان پخواني لومړي وزير ويلي برانډ کښېښودی. نوموړی د 1970 م مېلادي کال په دسامبر مياشته کي د وارشاو سره د لومړي تړون د لاسليک کولو لپاره پولېنډ ته تللی ؤ. د دويمي جهاني جگړې د يوه نامعلومه پولېنډي عسکر پر قبر ويلي برانډ پر زنگونو سو چي دغه سمبوليکه کړنه د دواړو هيوادونو ترمنځ د نوؤ ښو اړيکو بنسټ بلل کيږي او ډېره مشهوره سوه. پدغه لومړي تړون کي لا المان د دواړو هيوادونو تر منځ اوډر نايس سيندونه د پولو په توگه ومنل. د دغه لومړي تړون څخه شل کاله وروسته الماني سياستوال هانس ډيټريش گېنشر د پولېنډ سره د دغه پولې پخلی لاسليک کړی او تازه متحد سوي المان پولېنډ ته گارنټي ورکړه چي دغه پوله به د ورستۍ او حتمي پوله گڼي. د هغه وخت د المان د بهرنيو چارو وزیر هانس ډيټريش گينشر د پولو د تعين ددغه تړون په هکله ويلي وه:

« د دغې پولې څخه تر زيات وخته پوري ناوړه گټه پورته سوې ده. زيات وختونه و خلکو ته د درواغو د هيلو ورکولو هڅه سوېده او داسي پروپاگنډ سوی دی چي گواکي د غربي المان ډيموکراټيکو سياسي گوندونو شرقي المان هېر کړی دی. خو د شرقي برخو قمار هټلر وهلی ؤ. او له همدې کبله دا مهمه وه چي په 1990م مېلادي کال کي د المان او پولېنډ تر منځ د پولې د تعين تړون لاسليک کړل سو.»

د ختيځ او لوېديځ المان د بېرته متحد کېدو څخه تر مخه د المان د هغه وخت چانسلر هېلمُټ کول هڅه کوله چي د پولېنډ سره د پولې موضوع مطرح نه کړي. د نوموړي آند دا ؤ چي تر کومه وخته چي المان متحد سوی نه وي بايد د پولو په هکله حتمي پرېکړه وځنډول سي. دغه خبري تر 1990م مېلادي کال پوري د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکي اغېزمنې کړي وې. د هغه وخت تازه پر واک راغلي د پولېنډ کمونسټي حکومت د لوېديځ المان حکومت ته د شک په سترگه کتله. خو د المان د متحد کېدو وروسته حتمي تړون د دواړو هيوادونو منځنۍ اړيکي سمي کړې.

ليکونکی: لوډگر کاڅميرچاک

ژباړونکی: احمدولي اڅکزی

کتونکی: عبدالحکيم باري