د المان حکومت غواړي تر 2012م مېلادي کال پوري د افغانستان ماموريت تمديد کړي
۱۳۸۹ بهمن ۲, شنبهد المان حکومت هلي ځلي کوي چي په مرکزي پارلمان بُنډسټاگ کي د افغانستان د پوځي ماموريت د غځولو لپاره اکثريت رايې تر لاسه کړي.
و بُنډسټاگ ته د ويناوؤ پر وخت د بهرنيو چارو وزير گيډو وېسټروېله او د دفاعي چارو وزير څو گُټنبېرگ وويل چي په روان مېلادي کال کي به لا د افغانستان څخه د الماني پوځيانو انخلا پېل سي. دوی د انخلا د پېل لپاره دا شرط کښېښووی چي په افغانستان کي امنيتي وضعه د دې اجازه ورکړي.
د بهرنيو چارو وزير او د کورنيو چارو وزير په خپل خپل وار په ويناؤ کي د دې تردېد وکړی چي گواکي د وزارتونو تر منځ د انخلا د نېټې په هکله اختلافونه موجوده دي.
د المان د پراختيايي مرستو وزير ډيرک نيبل و پارلمان ته د وينا پر وخت وويل چي په افغانستان کي په تيرو کلنو کي يو شمېر لاس ته راوړنې هم سته. نېبل پدغو لاس ته راوړنو کي د انجونو د ښوونځيو جوړېدنه او د ماشومانو د مړينې په کچه کي کمښت ياد کړل.
په راتلونکې اونۍ کي به د المان په مرکزي پارلمان کي پدې هکله رايې اچول کيږي چي تر 2012م مېلادي کال تر فرورۍ مياشتي پوري په افغانستان کي د الماني پوځ ماموريت تمديد کړل سي.
په عيني حال کي د المان د دفاعي چارو وزير کارل تيوډور څو گُټنبېرگ د گورخ فوک نومي الماني جنگي بيړۍ قومندان د دندې څخه ليري کړی دی. د دې څخه تر مخه پر نوموړي وزير هغه وخت فشار زيات سوی ؤ کله چي د الماني مرکزي پارلمان بُنډسټاگ دفاعي کميسيون د الماني پوځ درې دننۍ شخړيزه پيښي بربنډي کړې.
په المان کي د حزب اختلاف داسي ږغونه راپورته سوه چي گواکي څوگُټنبېرگ خپل وزارت په سمه توگه نه سي اداره کولای.
په بربنډو سوؤ پيښو کي په افغانستان کي د الماني پوځيانو د شخصي خطونو خلاصونه، په افغانستان کي د يوه الماني عسکر د مړنې د حقايقو په هکله ناسم معلومات او په گورخ فوک نومي جنگي بيړۍ کي د يوې المانۍ ښځينه عسکري د تصادفي مرگ وروسته و پاڅون ته ورته حالاتو رامنځ ته کېدنه شامله دي. داسي تورونه هم لگول سوي چي پدغه جنگي بيړۍ کي جنسي تېري هم رامنځ ته سوي دي.
احمدولي اڅکزی / آژانسونه
کتونکی: محمد قاسم نوري