1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان د مالیې وزیر ژوند ته یوه لنډه کتنه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۰, شنبه

د المان د مالیې وزیر ولفګنګ شویبله د روان کال د جولاېي په میاشت کې د یورو د ډلې مشري پر غاړه اخلي. د هغې ډلې اوسنی مشر، جان کلوده یونکر وویل چې شویبله یو «الماني او اروپایي وطنپال دئ.»

https://p.dw.com/p/14yek
انځور: dapd

د آلمان د مالیې وزیر، ولفګنګ شویبله ته د اروپا د یووالي او د یورو د پیسې د ثبات له پاره د زیارونو او خدمتونو په خاطر څو ورځې وړاندې د المان د آخن، د ښار د کارلز نړیواله جایزه هم ورکړل شوه.

د ایرو د ډلې مشر، جان کلوده یونکر په هغه غونډه کې چې د مالیې وزیر ته پکښې دغه جایزه ورکړای شوه، وویل: «شویبله یو المانی او اروپایي وطنپال دئ چې تل د خپل مسئولیت پر اهمیت پوهیږي.»

هغه د اروپا په یووالي کې د شویبله زیارونو ته په اشارې سره وویل: «په ۲۱ پیړۍ کې یوازې له ملي دولتونو سره کوم ستر شی لاس ته نه راځي. یوازې له اروپا سره مونږ کولای شو چې دولت والی ولرو، په همدې وجه موږ شویبله ته اړتیا لرو، هغه یو اروپایي چې تل ئې د اروپا غږ پورته کړی دئ.»

د کارلز نړیواله جایزه هر کال هغه چا ته ورکول کیږي چې په اروپا او نړۍ کې بشري ټولنو ته په سترو خدمتونو ویاړن شوی وي.

ولفګنګ شویبله د صدراعظمې انګلا میرکل په اوسنی کابینه کې له ۲۰۰۹م کال راهیسې د مالیې وزیر دئ. هغه د پیښو او کړکیچو په حل کې ځانګړی مهارت لري. هغه نه یوازې په المان، بلکه د نړۍ په سطح له ستر سیاسي اعتبار څخه برخه من شخصیت دئ.

په اوسني وخت کې چې اروپا، په خاصه توګه د یورو د حوزي غړي هیوادونه، د هغو په جمله کې یونان، له سختو مالي کړکیچونو سره مخامخ دئ، د شویبله نقش چې څرنګه له دې کړکیچ سره مقابله وشي، د پام وړ دئ.

د جایزې د تر لاسه کولو په مراسمو کې شویبله وویل: «موږ ستر پرمختګونه کړي دي. هغه پرمختګونه چې په دې لسیزه کې موږ کړی دي، هغه مو باید ډیر مخکې کړی وای. کله چی ځوان وم، او سیاسي مبارزه مې د اروپا له پاره پیل کړه، د اوسنیو پرمختګونو تصور مې هم نه شو کولای. البته کړکیچونه، ماتې او انديښنې تل وي، خو مخ پر وړاندې ګامونه دوام لري.»

هغه وویل چې اروپایان باید په دې هکله سره خوښه وکړي چې څرنګه «خپل تأسیسات غښتلي او دموکراتیک کړي. او د اروپا پارلمان هغه یو صلاحیت ته اړتیا لري چې خپله قانون جوړ او هغه پلي کړي.»

ولفګنګ شویبله د آلمان د صدراعظمې، انګلا میرکل د مسیحي دموکرات غړی دئ. هغه ۷۰ کاله عمر لري، او له ۴۰ کلونو را په دېخوا په سیاسي ډګر کې فعال پاتې شوی دئ. شویبله په ۱۹۷۲م کال کې هغه وخت چې لا سوسیال دموکرات ویلي براندت صدراعظم وو، د المان فدرالي شورا یا بوندستاګ، ته لاره پیدا کړه. خو څه باندې لس کاله وروسته کله چې د مسیحي دموکرات مشر، هیلموت کول، صدراعظم شو، هغه ځان حکومتي چارو ته چمتو کړ او هغه د کول د صدارت وزیر شو.

شویبله په ۱۹۸۹م کال کې کله چې د برلین دیوال ړنګ شو د ختیځ دموکراتیک المان له حکومت سره په خبرو اترو کې د فدرالي جمهوریت د پلاوي رئیس وو او د کول، تر څنګ ئې د المان د دوو دولتونو د یووالي له پاره زیار وایست.

د ۱۹۹۰م کال په اکتوبر میاشت کې شویبله د یوه سړي چې رواني ناروغي ئې درلوده، د یوې وژونکي حملی هدف وګرځيد. که څه هم له دغه حملې څخه هغه ژوندی پاتې شو، خو جسما ئې معلول کړ چی تر نن ورځې پورې د معلولینو په «ویلچیر» یا بایسکل کی ئې ناستی ته اړ کړی دئ. خو دغی معلولتیا د هغه اراده چې د سیاست په ډګر کې فعال پاتي شي، ماته نه کړه. په هغه وخت کې شویبله د کورنیو چارو وزیر وو او شپږ اونې وروسته ئې بیرته د معلولینو په ویلچیر کې خپل کار ته دوام ورکړ.

د ۱۹۹۰م کال په اکتوبر میاشت کې شویبله د یوه سړي چې رواني ناروغي ئې درلوده، د یوې وژونکي حملی هدف وګرځيد.
د ۱۹۹۰م کال په اکتوبر میاشت کې شویبله د یوه سړي چې رواني ناروغي ئې درلوده، د یوې وژونکي حملی هدف وګرځيد.انځور: Reuters

کله چې په ۲۰۰۰م کال کې صدراعظم هیلموت کول، په دې تورن شو چې د خپل مسیحي دموکرات ګوند له پاره ئې غیر قانوني بسپنې تر لاسه کړي دي، شویبله د نوموړی ګوند د پارلمانی مشر په توګه له خپلی دندې استعفا وکړه او کول سره چې یو وخت ئې ډیر نزدې ملګری وو، دښمني پیدا شوه.

خو انګلا میرکل پنځه کاله وروسته شویبله بیرته وغوښت او هغه ته ئې په حکومت کې د کار وړاندیز وکړ. د میرکل تر مشرې لاندې د ۲۰۰۵م کال په ستر ایتلافي حکومت کې شویبله د کورنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو او له ۲۰۰۹م کال څخه را پدیخوا د هغې د حکومت د مالیې وزیر دئ.

خو د ولفګنګ شویبله کار یوازې د المان په دننه کې محدود نه پاتې کیږي، هغه د جولایي په میاشت کې د یورو د حوزې د ډلې مشري هم پر غاړه اخلي، هغه یوه ډله چې د یورو راتلونکی برخه لیک ټاکي.

د یورو په حوزه کې د روان مالي کړکیچ په پام کې نیولو سره و به لیدل شي چې د کارلز د جایزې دغه ګټونکی څرنګه کولای شي چې د اروپایانو ګډه پیسه
«یورو» چې د هغوی د اتحاد سبمول ګرځيدلی دئ له سقوط څخه وژغوري.

اوندرسکوا/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض