1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان د کورنیو چارو وزیر سلفیانو ته سخت اخطار ورکړ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۰, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14s5V

په المان کې د سلفیانو له خوا رامنځته سوو ګډوډیو ته په کتو سره د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر هانس پیتر فریدریش، هغوی ته سخت خبرداری ورکړی دئ. ده د راینیشن پوست په نامه رسنې ته ویلي دي چې المانیان به په المان کې هیڅ ډول مذهبي جګړې ته اجازه ور نه کړي.

فریدریش دا هم زیاته کړه چې د سلفیانو او القاعده ترمنځ د نظر یووالی موجود دئ. په تېرو ورځو کې د بن په ښار کې د پرو NRW له خوا د مظاهره کوونکو او سلفیانو تر منځ سختې نښتې وشوې چې په هغو کې ۲۹ تنه پولیس ټپیان سول.