1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان زرغون گوند خپل غوره کانديدان اعلان کړل

۱۳۹۱ آبان ۲۰, شنبه

په ۲۰۱۳م ميلادي کال کي د آلمان د مرکزي پارلمان (بوندستگ) له پاره ټاکنې کیږي. د آلمان زغون گوند اوس د دغو ټاکنو له پاره خپل دوه تنه غوره ‏نوماندان ټاکلي دي چې يو یې يورگين تريتين او بله یې گيورينگ ایکهارد ده.‏

https://p.dw.com/p/16gZO
Die Kandidaten von Bündnis 90/Die Grünen, Werner Winkler, Jürgen Trittin, Katrin Göring-Eckardt, Franz Spitzenberger, die Gastgeberin und Landesvorsitzende Anja Piel, Roger Kuchenreuther, Renate Künast, Patrick Held, Claudia Roth, Peter Zimmer und Thomas Austermann stehen am Freitag (21.09.2012) beim Urwahlforum in Hannover für ein Foto zusammen vor den Fotografen. Der erste Mitgliederentscheid der Grünen über das Spitzen-Duo für die Bundestagswahl wird in Hannover eingeläutet. Die Kandidaten sollen sich in den nächsten Wochen bundesweit den Fragen der Grünen-Basis in den Landesverbänden stellen. Foto: Peter Steffen dpa/lni +++(c) dpa - Bildfunk+++
Jürgen Trittin, Katrin Göring-Eckardt, 21.09.2012 Urwahlforumانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان زرغون گوند د دې هيواد له ستر گوند سوسيال دموکرات سره څو ځله ایتلافي حکومتونه جوړ کړي دي. د دې هیواد د مرکزي فدرالې ‏شورا (بوندستگ) له پاره په راتلونکو ټاکنو کې چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې تر سره کیدونکې دي هم دغه ګوندونه غواړي په ګډه حکومت ‏جوړ کړي.‏

په اصل کې د آلمان زرغون ګوند د ۲۰۱۳ کال په ټاکنو کې ډیر نوماندان لري خو دغه دوه تنه به بیا وروسته د ایتلافي حکومت د جوړولو پر مهال مهم نقش ولوبوي.

زرغون گوند د شنبې په ورځ د خپل گوند په کنگره کي په مستقيمو رايو د راتلونکو ټاکنو له پاره خپل دوه نوماندان وټاکل چې د زرغون گوند د ‏پارلماني مشر مرستياله آغلې گيورينگ ایکهارد او په فډرالې شورا کي د زرغون گوند پارلماني مشر يورگين تريتين دی.‏

د زرغون گوند له دود سره سم دا ځل هم یو نارینه او یوه ښځه نومول شوي دي. گيورينگ ايکهارد د دغه مهمې دندې له پاره ۱۳ سيالې ‏نوماندانې لرلې. خو په ټولو ښځينه نوماندانو کي يوازې درې داسي د زرغون گوند غړې وې چي تر منځ يې سيالي ډیره نزدې وه. آغلې ‏گيورينگ ایکهارد د زرغون گوند د دوو نورو ښځينه غړو ريناته کيوناست او کلاوديا روت څخه د کنگرې زياتې رايې وگټلې او په دې توگه په ‏راتلونکو ټاکنو کې د گوند لومړۍ مهمه کانديده سوه. نوموړې د مسيحي کليسا له پروتستانت ډلې سره تړاو لري.‏

دا لومړی ځل وو چي د آلمان د زرغون گوند څه باندې شپيته زرو عضويت لرونکو د دې حق تر لاسه کړ چي د غوره نوماندانو د ټاکنې له پاره ‏خپلې رايې وکاروي. خو د هغوی له ډلې څخه یوازې څه باندې ۶۱ سلنه یې خپلې رایې وکارولې. يورگين تريتين چي پخوا د آلمان د چاپيريال ‏ساتنې مرکزي وزير هم پاته سوی دی، وتوانید چي د گوند د غړو څه کم ۸۰ سلنه رايې وګټي. آغلي گيورينگ ایکهارد څه باندې ۴۷ سلنه رايې ‏تر لاسه کړې.‏

د زرغون گوند مرستيالې مشري شتیفې لېمکه، ويلي دي چي د مستقيمه رايو په مرسته د غوره نوماندانو ټاکنه هغه کار دی چي نور گوندونه يې ‏هم بايد عملي کړي. د هغې په وينا د بندو دروازو سياست کړکیچن وي. هغې زياته کړې ده چي زرغون گوند دموکراسي ته نوی ژوند ورکوي.‏

احمدولي اڅکزی (dpa, AFP, dapd)
کتونکی: مسعود جهش