1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان مرکزي شورا د پرمختيايي مرستو بوديجه تصويب کړه

۱۳۹۱ آذر ۲, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16oDm

د المان مرکزي شورا بندستاگ له يو شمېر نيوکو سره سره د پرمختيايي مرستو له پاره د راتلونکي کال کمه سوې بوديجه تصويب کړه. په دې ترڅ کي د راتلونکي مېلادي کال له پاره د پرمختيايي مرستو ۶ اعشاريه ۳۴ ميليارده يورو منظوره سوې ده، چي د روان مېلادي کال په پرتله پکښي د۸۷ ميليونو يورو کمښت راغلی دی. ددغه بوديجې په حق کي د حکومتي اتلاف استازو رايي ورکړي دي. په بندسټاگ کي مخالفو گوندونو پر دغه کمي سوې بوديجې نيوکي وکړې او پر حکومت يې د پرخپلو ژمنو د نه درېدو تور ولگاوه. خو د حکومت استازو بيا له دغي بودېجې څخه دفاع وکړه او د مرکز په پورونو کي د کمښت راوستلو له پاره يې د دغي بوديجې کمول اړين وبلل.