1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان ولسمشر د هالند د آزادیدو کليزې ته وينا کوي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۶, شنبه
https://p.dw.com/p/14qVw

د المان ولسمشر يوآخيم گاوک د شنبې په ورځ په رسمي سفر هالېنډ ته ځي. نوموړی به د برېدا په ښار کي تر سره کېدونکو لمانځنو کي د لومړني بهرني دولتي مشر په توگه خپله وينا واوروي. دغه لمانځني د نازي المان څخه د هالنډ هيواد د خلاصېدو د کليزي په وياړ لمانځل کيږي.

هالېنډ د ۱۹۴۵م کال د مې په پنځمه نېټه د هغه وخت د نازي المان د استعمار څخه خلاص سوی وو. د الماني ولسمشر وينا «د آزادۍ لمانځل او د مسؤليت ژوندي ساتل» سرليک لري. په دغو لمانځنو کي به د هالنډ هيواد ولي عهد ويلم الېزانډر هم گډون وکړي. يوآخيم گاوک به د هالېنډ له ملکې بېټريکس سره هم وویني.