1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان په هوایي ډگرونو کې بیا اعتصابونه وشول

۱۳۹۱ فروردین ۸, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/14Si7

د المان د عامه خدماتو د برخې د کارکونکو او حکومت تر منځ د معاشونو د لوړولو پر سر لانجه کې اوس د المان لوی هوايي ډګرونه هم  د اخطار ورکونکو احتجاجونو څخه اغیزمن شوي دي.

د کولن بون په میدان کې له نیمې شپې راهیسي یو شمیر کارکونکو پر احتجاج لاس پورې کړی دئ چې په دغه احتجاج کې بیا د سهار د پنځه بجو څخه د فرانکفورټ ام ماین کارکونکي هم شامل شول.
 
همدا ډول د المان د نورو لویو ښارونو لکه د دوسلدورف، هانور، شتودګارد او مونشن په هوايي ډګرونو کې هم کارکونکو خپل کار درولی دئ. صنفي اتحادیې د عامه خدماتو د برخې د کارکونکو په معاشونو کې د ۶،۵ سلنه لوړ والي غوښتنه کوي. دغه سلنه په پیسو کې کابو ۲۰۰ یورو کیږي.