1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان پوځي ټولني په افغانستان کي د ميرکل پر سياست نيوکي کړي

۱۳۸۸ فروردین ۶, پنجشنبه

د جرمني پوځي ټولنه وايي چي لومړۍ وزيره انګیلا ميرکل بايد د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما په شان د افغانستان د مسالې سره خپله زياته علاقه مندي ښکاره کړي...

https://p.dw.com/p/HK12
د جرمني د پوځي ټولني مشر اولريښ کيرش
د جرمني د پوځي ټولني مشر اولريښ کيرشانځور: picture-alliance/dpa

د المان لومړۍ وزيري مېرمن انګيلا میرکل د جرمني پارلمان دناټوددفاعي تړون د مشرانو د ستري غونډي په مناسبت چي په راتلونکې اونۍ کي ددغه دفاعي تړون د 60 کالیزي په مناسبت په بادن بادن، کيل او شتراسبورګ کي جوړيږي، يوه وینا کړي. د ناټوددفاعي تړون د60 کالیزي په غونډه کي به د افغانستان موضوع يو ه مهمه موضوع وي په دې اړوند د آلمان دپوځي ټولني مشر د افغانستان په اړوند د خپل حکومت پر سیاست باندي نيوکي کوي.

اولريښ کيرش د الماني ژبي ورځپاڼي Leipziger Volkszeitung سره په مرکه کي وايي:هر هغه المانی عسکر چي له افغانستان څخه بیرته راستنیږي ، وايي چي ما په افغانستان کي خپله دنده په ډيره ښه وجه تر سره کړې ده. خو کيرش بيا وايي چي له بده مرغه دسياسي چارو مسولین تر نن ورځې پوري په دې ندي بریالي سوي چي د عامه افکارو په وړاندي دا موضوع روښانه کړي چي ولي الماني عسکر د نړیوال سوله ساتونکي ځواکونو په ډله کي افغانستان ته استول شوی دي.

کيرش وايي :په داسي حال کي چي د امریکاولسمشر بارک اوباما د افغانستان مساله په اصطلا د خپلو دندو اوصلاحیتونو څخه شميري، نو زما انتظار او تمه د جرمني د لومړۍ وزيري انګیلا ميرکل څخه داده چي دا هم د افغانستان په مساله کي د اوباما په شان روښانه دريځ ونيسي. تر څو دعامه افکارو په وړاندي موضوع روښانه شي چي د جرمني پو ځ په افغانستان کي څه کوي.

د المان لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل د افغانستان په اړه د جرمني پارلمان ته د وينا پر مهال
د المان لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل د افغانستان په اړه د جرمني پارلمان ته د وينا پر مهالانځور: AP

خو همدا چي سياست والو تر اوسه د افغانستان د مسالې او کشالې په اړه روښانه دريځ ندی نیولی نو عامه خلکو ته هم دا موضوع نده روښانه سوې او همدا علت دی چي د المان ولس نه پوهیږي چی ولي ددوی زامن او لوڼي افغانستان ته استول کیږي او دوي ته به دا پوښتنه ارومر پيدا کیږي چي زموږ عسکر هلته څه کوي او ولي دوی بايد دغه دنده تر سره کړی.

د المان دپوځي ټولني مشر کيرش وايي چي د امریکادمتحده ایالاتو ددولت مشر بارک اوباما تر اوسه څوڅو واري دا خبره جوته کړې ده چي دی غواړی د ناټو په ستره غونډه کي د نورو ملګرو هيوادونود مشرانو سره د افغانستان په هکله پر یوې نوي سترتيژي طرحي باندي خبري وکړي. خو د المان حکومت په دې هکله په اصطلا خوله هم نه ده ښورولې چي ددغه نوي ستراتيژي په اړه د آلمانانو نظر څه دی.

مثلا امريکايان اوس له دې څخه خبري کوي چي دوی به دافغانستان د بيا روغوني او پرمختیامسالې ته زیاته پاملرنه کوي په داسي حال کي چي المانانو دمخه دغه لاره غوره کړې یا داچي دوي وايي د امنيت دساتني په موضوع ټول سره ګډکار وکړي. د جرمني حکومت بايد د افغانستان په هکله ديوې نوي ستراتيژي طرحي په جروبحثونو کي په فعاله توګه په ونډي اخيستلو سره هڅه وکړي چي عامه خلکو ته روښانه سي چي د افغانستان د لانجې حل څومره يوه ضروري مساله او په عیني وخت کي څومره يوه پیچلې او ستره دنده ده.

dpa /ضياالحق فضلي

کتونکی: زيارمل