1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان ښي پلوه سياسي ګوند د کړکيچ سره مخامخ ښکاري

۱۳۸۸ فروردین ۲۱, جمعه

د NPD پارټۍ هڅي کوي چي په ولايتي پارلمانونو ډيري څوکۍ تر لاسه کړي او دغه راز غواړي چي د جرمني او اروپا په پارلمانونو کي استازي ولري...

https://p.dw.com/p/HUMs
د NPD پارټۍ مشر اوډو فويګټ
د NPD پارټۍ مشر اوډو فويګټانځور: AP

دغه پارټي د کال 2007 ميلادي څخه راپديخوا د نوو شميرنو له مخي 7200 غړي لري، نوموړې په المان کي د راست پلوه سياست ستره پارټي ده، خو اصلي خبره داده چې د ددې پارټي په يوه غونډه کې په تيرو ورځو کې په برلين کې يو څه لانجي بهر ته را ووتي، په اصل کې دغه د راست پلوه سياست پارټي هڅي کوي چې په ولايتونوکې ټاکني وګټي، او په ولايتي پارلمانونو کې پر قدرت راشي، دلته دا خبره ايد په ډاګه شي چې همدغه پارټي په اصل کې د المان په پارلمان او هم د اروپا په پارلمان کې خپل استازي لري.

نوموړې پارټۍ په اوسنی وخت کې د يو پرابلم سره مخامخ ده او هغه داچې ، دغه پارټي يو اړين او ټينګ وحدت نلري، د پورتنې پارټي د مشر او ډو فويګټ د پاره مالي لانجو، او په بعضو ولايتونو کي د ټاکنو خرابي نتيجي او پايلي، او د پارټي داخلي نيوکه کونکې د پارټي د مشر حالت ګډوډ کړي دي.

خو دی غواړي چې د پارټي مشر پاتي شي، په غونډه کې یې هڅه کوله چې د اوږدو خبرو اترو په کولو سره د پارټي غړو ته قناعت ورکړي. «دا نښانه چې ټول بايد په ګډه په ټاکنو کې پدي کال کې ونډه واخلو او هم بايد د المان په بشپړه سطحه باندي د ټاکنو په مبارزه فکر وکړو، موږ ډير چانسونه لرو چې په ولايتي سويه په ټاکنو کې بريالي، او ولايتي پارلمانونو ته لاره پيدا کړو.»

تر اوسه پوري ان پي ډي په دوه ولايتي پارلمانونو ساکسن او ميکلن بورګ فور پومرن کې ونډه لري ، د پورتنې پارټي د مشر دوباره ټاکنه چې 62% راي یې وړي وي ، په اصل کې ددي څرګندونه کوي چې، دغه 56 کلن مشر چې سياست یې ويلي دي، د پورتنيو رايو په ګټلو سره د پارټي د غړو اعتبار تر لاسه کړي دي او ډوفوګټ په اصل کې د 1996 ميلادي کال څخه راپديخوا ددغي پارټي مشري په غاړه لري دي وايي: «زه پدي نظر يم که چيري يو بل رقیب يا سيال کانديد وي نو بيا به د ټاکنو ګډي نتيجي او پايلي نه وي، په اصل کې په پورتنې پارټي کې دا هڅي پيل شويدي چې څوک مخکښه رول ادا کړي، او دا په حقيقت کې پارټي يو موټي کيدو ته نه پريږدي، او داسي ښکاري چې په پارټي کې دننه پرزوني پيل شويدي.»

د پورتنې پارټي کشف کونکې ريخارډ شټوس چې د برلين په پوهنتون کې استاد دی د پورتنۍ پارټي د داخلي کړکيچونو او لانجو په هکله وايي: «موږ دا زدکړه وکړه چې د پارټي د مشر په هکله پوره نيوکي شته، خو دا چې نيوکه کونکې دومره توانمند ندي او يا په داسي يو حالت کې ندي واقع چې د پارټي مشر راوه غورزوي او يا بل څوک وه ټاکي، په اصل کې د پارټي د مشر اوډو فوګټ رقيب يا سيال اوډو پاسټورس، کوم چې د المان د ميکلن بورګ فورغ پومرن په ايالت کې د ان پي ډي د فراکڅيون مشر دي ، نوي ټاکل شوي مشر ته د دوباره ټاکني په هکله مبارکي ورکړه.» خو دا چې رقيب اوډو پاسټروس به په خپل مشر په راتلونکې کې نيوکې بندي کړي او که نه ! دا خبره ډيره ممکنه نه ښکاري.

Kiesl Heiner/ شيرين ګرديوال

کتونکی. زيارمل