1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المپيک لوبو ته ورځي شمېرل کيږي

۱۳۹۱ فروردین ۳۰, چهارشنبه

په بریتانيا کي د الومپیک لوبو ته یوازي۱۰۰ ورځي پاټه دي. دغه هیواد د چهارشنبې په ورځ د نړۍ د تر ټولو لویو لوبو کوربه توب ته خپل چمتووالی وښود.

https://p.dw.com/p/14g0a
انځور: Reuters

د لندن د کیو په باغ کي له شاوخوا ۲۰۰۰۰ گلانو څخه د المپیک د لوبو حلقې جوړي شوې وي. دغه گلان ان له هغو الوتکو څخه هم ښکاریدل چې د لندن له سره ئې پرواز کاوه.

تر اوسه پوري په لندن کي د المپیک د لوبو په ترڅ کي د ۴۲ تر سره کیدونکو لوبو له ډلې څخه ۳۱ ئې په امتحاني ډول تر سره شوي دي. په انگلستان کي د المپیک د لوبو د په لاره اچولو چارواکي او د دغو لوبو د سرو زرو مډال گټونکی سیبستین کوا، ویلي دي چې په انگلستان او نړۍ کې خلک د المپیک د لوبو په انتظار کې دي.

هغه ویلي دي: «له دغو لوبو څخه هیلي ډیري دي او موږ به خپلي ټولې هڅې وکړو چې دا هیلې عملي کړو.»

د انگلستان تر څنگ په استانبول، کراکاس، ویلینگتون، برلین، سرایوا او سنت پیتسبورگ کې د المپیک لوبو ته د سلو ورځو پاته کیدل ولمانځل شول.

په متحده ایالاتو کې به هم د نړۍ د سوک وهولو قهرمان لینوکس لویس، هم دغه ورځ له سلو کسانو سره د بایسکل په چلولو سره لمانځي.

لندن چمتو دئ

په داسي حال کې چي داسي یو شمیر کسان، اندیښنې لري چي لندن به و نه شي کولای چې د المپیک د لوبو کوربه توب په ښه ډول وکړي، د المپیک د لوبو د نړیوالي کمېټې مشر دنیس اوسوالد اعلان وکړ چې لندن چمتو دئ چې د نړۍ هر کلی وکړي.

هغه وویل: «موږ پوهیږو چي لندن د لوبو گرمي احساسوي. موږ په دې باور يو چي سږنۍ اوړی به په لندن کي تر بل هر دوبي ډیر گرم او ښکلي وي.»

انگليسي چارواکو ویلي دي چي لا تر اوسه پوري هم باید ډیر کار وسي خو د هغوی په خبره دوی پر سم لورې روان دي. هغوی باید اوس۲۰۰۰۰۰ چوکۍ نصب کړي.

په لندن کي د المپیک لوبي به د دغه هیواد د ملکې له خوا پرانیستل شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل