1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د الوتکې رانسکوریدو د سوريې او ترکيې اړيکي لا خړي پړي کړي دي

۱۳۹۱ تیر ۴, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15KVm

د سوريې له خوا د ترکيې د جنگي الوتکي د ويشتلو وروسته اوس د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکي تر پخوا لا خرابي سوي دي. د ترکيې ولسمشر عبدالله گل، ويلي دي چي تر کومه وخته چي د پيښي بشپړه جزئيات نه وي څرگند سوي، په دې هکله به نور جزئيات ورنه کړي.

د ترکيې د رزوگار وزير فاروق چېليک ويلي دي چي ترکيه به يا خو په دیپلوماتيک ډگر کي د دغې پيښي په هکله خپل غبرگون وښيي او يا هم د نورو لارو. د سوريې هيواد ويلي دي چي د ترکيې د اېف څلور الوتکه ئې په تېروتنه کي ويشتلې ده.

د المان د بهرنيو چارو وزير ترکيه له دې امله ستايلې ده چي تر اوسه ئې کوم تند غبرگون نه دئ ښوولی. په عين حال کي د سوريې څخه دباندي اوسیدونکو د بشر د حقونو سوريايي فعالينو  ويلي دي چي يوازي د شنبې په ورځ په سوريه کي تر سلو څخه زيات ولسي کسان وژل سوي دي. د دغو فعالينو په وينا زياتره خلک د سوريې پر ښارونو د بمباريو په پایله کې وژل سوي دي.