1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اليزې نوی تړون به په اروپايي ټولنه کې اصلاحات راولي

۱۳۹۷ بهمن ۲, سه‌شنبه

د آلمان او فرانسې ترمنځ د دوستۍ ډېري نخښې شته، خو يوه بله هم پرې اضافه شوه: د دواړو هېوادونو د «اليزې تړون» نوې بڼه لاسليک کړه. له دې سره به دا دوستي نوره هم ژوره او په اروپايي ټولنه کې اصلاحات راتلل چمتو کړي.

https://p.dw.com/p/3BxW9
Deutsch-Französischer Freundschaftsvertrag
انځور: picture alliance/dpa/F. Gambarini

د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون او د آلمان صدارعظمې انگيلا ميرکل تېر کال د آلمان او فرانسې ترمنځ د دوستۍ پر يوه نوي تړون خبري اترې وکړې. دواړه مشرانو نن د ( ۲۰۱۹م کال د جنورۍ ۲۲ نېټه) دغه ۱۶ مخيزه سند د آلمان په آخن ښار کې لاسليک کړ.

د تړون په هکله په رسمي توگه ويل شوي دي چې د «آخن تړون» به د دواړو هيوادونو دوستي نوره هم ژوره کړي، «اړيکي به يوې نوي کچي ته ورسوي» او ولس ته به ښه والی رامنځ ته کړي.

د تړون د نوي کولو نظر نوی نه دی. که څه هم دغه تړون د وخت په جريان کې په اضافي توافقاتو سره تکميل شوی وو، خو فرانسې بيا هم تل د دغه تړون د نوي کولو غوښتنه کوله.

پوره ۵۶ کاله پخوا، د ۱۹۶۳م کال د جنورۍ مياشتي پر۲۲ نیټه د فرانسې ولسمشر شارل دي گول او د آلمان صدراعظم کونراد ادنآور دغه تاريخي «اليزې تړون» لاسليک او په دې سره يې دغه دواړه پخواني «ميراثي دښمنان» سره پخلا او دوستان کړل.

دښمنان سره شريکان شول

د آلمان او فرانسې ترمنځ د دوستۍ په تړون سره په بن او پاريس کې حکومتونو د سياسي همکاريو او دغه راز د ځوانانو پر معاوضې د الزامي مشورو له پاره موافقه وکړه.

له هغه وخت راهيسې د آلمان او فرانسې تر ۸،۴ ميليونه زياتو ځوانانو د گاونډي هيواد د معاوضې په پروگرامونو کې برخه اخيستې ده.

دا چې د الیزې تړون يوازې د همکارۍ پروسه تعرفوي، نو د دې تړون د هستې د بدلولو خبره مطرح نه ده، بلکې دا يوازې يو سياسي سگنال دی: برلين او پاريس غواړي د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستۍ يو نوی پړاو پيل کړي او له دې لاري په اروپایي ټولنه کې اصلاحاتو ته لار چمتو کړي. په عين وخت کې د همکارۍ دغه ژوروالی ته په اروپا کې د مخ پر زياتېدونکې عوامپالني او ناسيونالیزم پر ضد د مبارزې د اعلان په سترگه کتل کيږي.

د اليزې تړون نوې بڼه څه بدلون راولي؟

ميرکل او مکرون په يوه شريکه اعلاميه کې لا دمخه په بيلا بيلو سياسي برخو کې د نوښتونو موضوع ياده کړې ده. د «آخن تړون» په اصل کې د دواړو هيوادونو د وگړو ترمنځ د معاوضې پروگرامونو پراخول، د اروپا د بهرني او امنيتي سياست په برخه کې ژوره همکاري او همدا راز ژور اقتصادي ادغام او د چاپيريال او اقليمي سياست همغږه کول په نظر کې لري. په خاص ډول د مهاجرت سياست يادونه نه ده شوې. په دې سره به د دواړو هیوادونو حکومتونه د اليزې د اصلي تړون په چوکاټ کي پاته شي.

 اقتصاد

آلمان د فرانسې له پاره تر ټولو مهم اقتصادي تجارتي شریک دی. خو دواړه هيوادونه اوس نوره ژوره همکاري غواړي. د اليزې تړون نوې بڼه به دغه زمينه برابره کړي او د بيوروکراسۍ خنډونه به له منځه يوسي.

د آلمان په پارلمان کې د آلمان ـ فرانسې د پارلماني ډلگۍ مشر اندرياس يونگ له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې «نه يوازې د يوه شريک خپل منځي باراز له لاري، بلکې د اقتصادي، ډيوالي کيدو او د شرکتونو د قوانینو په برخه کې د يو ډول مقرراتو په رامنځته کولو سره اقتصاد ته وده ورکولی شو او په نورو دې ډول اقداماتو سره او د دې په درک کولو سره : چې موږ گډ ښه يوو»

امنيت او تجهیزات

په نوي تړون کې د دفاع او د ترهگرۍ ضد مبارزې په برخه کې د آلمان او فرانسې همکارۍ ته کتنه شوې ده. دواړه په دې برخه کې ډېره اوږده همکاري لري. د ۱۹۸۹م کال راهيسې د آلمان ـ فرانسې يوه گډه پوځي لېوا شته. خو له څه مودې راهيسې په دې برخه کې ډېر پرمختگ نه دی شوی، ځکه دغه لېوا په پوځي ورځني ژوند کې کوم ستر رول نه لري.

دا چي دلته دوې فلسفې سره په ټکر کي دي، لکه مداخله خوښونکي فرانسويان او په پوځي برخه کې ډېر محتاطانه چلن کوونکي آلمانان، ځکه نو له کلونو راهيسي ستونزمنه ده چې د دفاع په برخه کي له ليد لوري، يوې مشخصې پروژې ته راشي.