1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريكې د نوى قوماندان جنرال مك كرستل په هكله افغانان بيلابيلې نظريې لري

۱۳۸۸ خرداد ۲۶, سه‌شنبه

جنرال ستنلي مك كرستل چې د ځانګړو عملياتو يو كارپوه بلل كيږي تيره ورځ يې په رسمي توګه په افغانستان كې د ناټو او د امريكې د متحده ايالتونو د وسله والو ځواكونو د مشر قوماندان په توګه په كار پيل وكړ.

https://p.dw.com/p/IAb0
Gen. Stanley McChrystalانځور: AP

جنرال مك كرستل چې د جنرال ديويد مك كيرن ځاى يې نيولى په افغانستان كې به د وسله والو طالبانو په وړاندې د جګړې د پرمخ بيولو مسووليت په غاړه ولري. دا هغه جګړه ده چې په تيرو څه ناڅه اتو كلونو كې يې ډيره مرګ ژوبله پر ځاى پرې ايښې ده.

او يواځې دوه زره تنه ملكي وګړي د دغو جګړو قرباني شوي دي.

دا چې د ستنلي مك كرستل قومانداني به وكولاى شي په پوځي عملياتو كې د عام وګړو د مرګ ژوبله كچه راټيټه كړي او طالبانو سره به په جګړو كې څه پرمختګ وشي اوكه نه ، د ننه په افغانستان كې پوځي او سياسي كارپوهان بيلابيلې نظريې او تمې لري.

د كابل پوهنتون استاد پوهنيار ميرويس احمدزى وايي چې : كه چيرې د ناټو د نوي قوماندان په راتلو سره د عام وګړو د مرګ ژوبلې كچه راټيټه نشي د افغانستان د خلكو له منفي غبرګون سره به مخامخ شي.

د دفاع پخوانى وزير او پوځي كارپوه جنرال شهنواز تڼى په دې آند ده چې په پوځي عملياتو كې د قوماندانانو ونډه ډيره ده، دوى كولاى شي د سمې ادارې په پايله كې د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې كچه راټيټه كړي تڼى په پوځي عملياتو كې د وسله والوځواكونو ترمنځ په كلكې همغږۍ ټينګار كوي.

د سياسي او ټولنيزو چارو كارپوه داد نوراني وايي چې: د جنرال مك كرستل ټاكنه به د افغانستان په امنيتي حالاتو اغيزه ولري خو د ده په آند دغه اغيزه به منفي وي ځكه جګړه به نوره هم زياته شي او د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې بهير به هم د پخوا په څير ادامه ومومي.

تر اوسه دا نده روښانه چې د وسله والو طالبانو پرضد په مبارزه كه به د مك كرستل ستراتيژي څه ډول وي خو يوه خبره چې ده رسنيو ته كړې هغه دا ده چې دى غواړي په پوځي عملياتو كې د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې كچه راټيټه كړي له بلې خوا وسله والو طالبانو سره د ناټو د پوځونوپه جګړو كې نه يواځې داچې مقاومت كوونكي د جګړې له ډګر څخه ندي وتلي بلكې نور هم پياوړي شويدي.

دا چې مك كرستل به وكولاى شه په جګړه ايزو چارو كې برياليتوبونه تر لاسه كړي دا وروستۍ خبره ده او كه چيرې نوموړى امريكايي جنرال ونشي كړاى چې د عامو وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوى وكړي دا به د نړيوالو په وړاندې د ده لويه ماته وي.

برى پال

کتونکی: يحيی وردک