1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکاسفارت: له طالبانو سره بيا خبرو ته تيار يو

۱۳۹۱ فروردین ۲۳, چهارشنبه

په کابل کي د امريکا سفارت وايي، چي که طالبان وغواړي دوی تيار دي چي له هغوی سره خبرو اترو ته ادامه ورکړي. په قطر کي د طالبانو او امريکايانو تر منځ خبري درې اوونۍ مخکي وځنډېدلې.

https://p.dw.com/p/14bft
انځور: AP

طالبانو ويلي دي چي له امريکا سره ئې ځکه خبري ځنډولي دي چي پر خپلو ژمنو وفا نه کوي.

خو په افغانستان کي د امريکا د سفير مرستيال جيمز کنينگم نن (د اپريل ۱۱) په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل، چي د امريکا متحده ايالات تيار دي چي له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي:

«موږ تر اوسه لا حاضريو چي خبري اتري وکړو او هغوی په دې پوهيږي چي د خبرو اترو د بيا پيلېدو له پاره څه وکړي. موږ د افغانستان د حکومت ملاتړ کوو چي دغه خبرو اترو ته دوام ورکړي.»

د قطر خبري اتري په لومړي سر کي د امريکا او طالبانو تر منځ پيل سوې. طالبانو ويلي دي چي هغه شرطونه چي امريکايانو د خبرو د پرمخ تللو له پاره ټاکلي دي ددوی له پاره د منلو نه دي.

د امریکا متحده ايالاتو ويلي دي چي په هغه صورت کي چي طالبان له زورزیاتي څخه لاس واخلي، له القاعدې سره اړيکي وشلوي او د افغانستان اساسي قانون ومني کولای سي چي د افغانستان په اوسني سیاسي نظام کي گډون وکړي.

د ستراتيژيک تړون د لاسليکولو له پاره خبري اتري

په کابل کي د امريکا د سفير مرستيال په دې خبري غونډه کي وويل، چي د دوو تړونونو، د بگرام زندان او د شپې عملياتو د مسئوليت سپارلو د تړونونو په لاسليکولو سره د ستراتيژيکي همکاريو د تړون لاسليکولو پر لور دوه مهم گامونه پورته سوي دي.

له دې سره سره چي دواړه اړخونه په دغه تړون کي پر دوو جنجالي موضوعگانو باندي سره سلاسوي دي، بيا هم دغه تړون نه لاسليکيږي.

د امریکا د سفير مرستيال وويل، چي ددغه سند پيچلوالی ددې سبب سوی دئ، چي د هغه په لاسليکولو کي ډير دقت وسي:«د ستراتيژيکو همکاريو تړون ډير پراخ دئ او دا په دې معني نه ده چي گويا د هغه په مخ کي دي کوم خنډ وي. دا په دې معني ده چي دغه سند ډير پېچلی دئ.»

دغه امريکايي مقام ټينگار وکړ، چي هڅي رواني دي چي دا يو داسي سند وي چي له مخي ئې دواړه هيوادونه اوږدمهال همکارۍ ولري.

افغانستان او امریکا تر اوسه پوري دا خبره نه ده روښانه کړې چي د ستراتيژيکو همکاريو سند به يوه اعلاميه وي که يو تړون.

د امریکا متحده ايالاتو ويلي دي چي له افغانستان سره د ستراتيژيکو اړيکو يوه اعلاميه لاسليکوي. خو افغان حکومت بیا وايي چي دوی په دې لټه کي دي، چي د ستراتيژيکو همکاریو يو تړون چي هر هغه څه چي په هغه کي راغلي وي د هغه عملي کول حتمي وي نه اختياري.

افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي دي چي د ستراتيژيکو همکاریو د تړون تر لاسليکولو یو کال وروسته به په افغانستان کي د امریکا د متحده ايالاتو د دايمي پوځي اډو يو بل سند هم لاسلیک کړي.

خو په کابل کي د امريکا د سفارت مرستيال وويل، چي په افغانستان کي به د امریکا د دايمي پوځي اډو پر سر بحث هغه مهال پيل سي چي د ستراتيژيکي همکاریو د تړون لاسلیکول پای ته ورسيږي.

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل