1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکايي تاسيساتو د ساتني د پاره د100 مليونه ډالرو تړون لاس ليک سو

۱۳۸۹ تیر ۳, پنجشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو مرکزي استخباراتي ادارې CIA،د بلاک واټر شرکت سره د 100 مليون ډالر يو نوي تړون لاسليک کړی چي هغه بايد په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کي د امريکايي تأسيساتو څخه ساتنه وکړي.

https://p.dw.com/p/O2SZ
د امريکا د استخباراتي ادارې CIA نښان
د امريکا د استخباراتي ادارې CIA نښان

د واشنګتن پست ورځپاڼي د يوې پټي صنعتي سرچيني له خولي ويلي دي چي دغه «سري قرارداد له Xe Services نومي شرکت سره د نړۍ په مختلفو سيموکي د محافظتي خدماتو لپاره سوی دی.»

Xe Services د بلاک واټر نوی نوم دی. وروسته تر هغه چي دغه شرکت په عراق کي د خپلو کړو وړو له امله بدنام سو، خپل نوم يې واړاوه.

واشنګټن پست په خپل رپوټ کي زياتوي چي، د معلوماتو له مخه دوو نورو شرکتونو، Canopy او Dyn Corp International د CIA په نوموړي تجارتي عرضه کي داوطلبي بايلودله.

د CIA دغه تړون يوه اونۍ وروسته تر هغه تر سره کيږي چي د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت هم له Xe Services يابلاک واټر سره د 120 مليونو ډالرو په ارزښت يو امينتي تړون لاس ليک کړی چي په افغانستان کي به امينتي خدمات سرته رسوي.

د دغه تړون د مخه،Xe د نورو خدماتو تر څنګ په هرات او مزارشريف کي د متحده ايالاتو د قونسلګريو څخه ساتنه کوي.

بلاک واټر هغه وخت بد نامه سو چي په عراق کي د 17 ملکي خلکو په وژلو کي تورن سو. تر هغه وروسته دغه شرکت د عراق څخه وايستل سو او خپل نوم يي بدل کی.

د همدې رواني ميلادي مياشتي په پيل کي عراق د نوموړي امريکايي امنيتي شرکت 250 پخواني کارکونکي وايستل.

بلاک واټر ته چي د متحده ايالاتو د نارث کرولايناايالت کي يې عمومي مقر دی د 2009 کال په می کي د امريکايا د ډيپلوماټانو د ساتني قرارداد يې وروسته تر هغه د لاسه ورکړی چي، عراقيانو او ځينو نورو پر دې شرکت تور ولګاوه چي «کاوبای» ډوله چلند لري.

خو يو امريکايي چارواکي د واشنګتن پست ورځپاڼي ته وويل چي د دغه نوي امنيتي تړون سره په وخت کي دغه ډول انديښني موجودي نه وي او زياته يي کړه« بلک واټر په خپل جوړښت کي ډير زيات بدلون راوستی دی.»

امريکايي چارواکي چي واشنګټن پست د هغه د نوم د بربنډولو څخه ډه ډه کړې ده يادونه وکړه: ( مخکي تر هغه چي امنيتي تړون وسي، دغه شرکت بايد حکومت ته ثابته کړې وای چي، په مسووليت عمل کوي. او دا کار يي وکړ او د قانون د مخه دغه تړون ورسره لاس ليک سو.»

د بلاک واټر سره د CIA او د بهرنيو چارو د وزارت د نويو تړونونو خبر د متحده ايالاتو د کانګرس تر هغه پلټونکي رپوټ وروسته خپريږي چي د دفاع وزارت يي ګرم ګڼلی چي په افغانستان کي امريکايي ځواکونو ته د اکمالاتو د ساتني دپاره امنيتي شرکتونو ته په ملياردو ډالره ورکړل سوي پيسې په غير مستقيمه توګه د جګړه مارانو لاس ته لويږي او په دي ډول يي روان بغاوت په خپلو پيسو سره تمويل کړی دی.

کانګرس په خپل دغه رپوټ کي د دفاع وزارت څخه غوښتي دي چي د شخصي امنيتي شرکتونو سره په معاملو باندي دقيقه څارنه وکړي.

AG/AFP/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل