1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د امريکايي محکمې پريکړه نه منو»

نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ خرداد ۱۶, پنجشنبه

د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په زنگاوات کلي کي د ۱۶ تنو ملکي افغانانو په وژولو تورن امريکايي سرتيري پرخپل جرم باندي اعتراف وکړ. دغه پيښه په افغانستان کي يوه له ترټولو بدو جنگي جنايتونو څخه وه.

https://p.dw.com/p/18ktt
An Afghan soldier speaks to civilians gathered outside a military base in Panjwai, Kandahar province south of Kabul, Afghanistan, Sunday, March 11, 2012. Afghan President Hamid Karzai says a U.S. service member has killed more than a dozen people in a shooting including nine children and three women. Karzai called the attack Sunday "an assassination" and demanded an explanation from the United States. He says several people were also wounded in the attack on two villages near a U.S. base in the southern province of Kandahar. (Foto:Allauddin Khan/AP/dapd)
Reaktionen nach dem Amoklauf in Kandaharانځور: dapd

د امریکا د يوه پوځي کمپ (Joint Base Lewis-McCord) په محکمه کي د بيلز مدافع وکيلانو د خپل مؤکل اعتراف وړاندي کړ: خورد ضابط رابرت بيلز پردې باندي اعتراف کوي، چي د افغانستان په جنوبي ولايت کندهار کي ئې ۱۶ تنه ملکي وگړي وژلي دي. پر دغه سرتيري باندي په شپږو مواردو کي د قتل د اقدام تورونه هم سته.

قاضي جفري ننسي، تورن و پوښت چي آيا هغه پوهيدی چي اعتراف نهايي دئ. تورن سرتيري جواب ورکړ «بلې صاحب!» دا چي ولي هغه انسانان ووژل په دې اړه ئې څه نسوای ويلای. «ما دغه پوښتنه له هغه راهيسي يو ميليون واري له ځان څخه کړې ده.» هغه وويل: «په دې نړۍ کي هيڅ داسي دليل نه سته چي ما ولي دغه وحشتناک عمل ترسره کړ.»

بيلز پر تورونو باندي اعتراف وکړ
بيلز پر تورونو باندي اعتراف وکړانځور: Reuters

د اعدام سزا نه سته

بيلز له خپل دې اعتراف سره د اعدام له احتمالي سزا څخه ځان وژغوره. قاضي ننسي اعتراف ومانه او هغه ته ئې سخته سزا يعني د عمري بند سزا وټاکله. خو د دقيقي سزا د ټاکلو له پاره به د روان کال د اگست مياشتي پر ۱۹ نېټه د قاضيانو دوولس کسيز هيئت پريکړه کوي.

خو په کندهار کي د پيښي د قربانيانو د کورنۍ غړي وايي، چي دوی د امريکا متحده ايالاتو د يوې پوځي محکمې هغه پريکړه چي له مخي ئې بيلز د مرگ له احتمالي سزا څخه ژغورل کيږي نه مني.

حاجي باقي چي په دغه پيښه کي ئې د کورنۍ يو تن وژل سوي او درې تنه ټپي سوي دي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي پيښه په افغانستان کي سوې ده او محکمه هم بايد دلته وي نه په امريکا کي:

«زموږ ږغ دي نړيوال واوري. ۱۶ تنه مو وژل سوي دي. دوی هيڅ حق نه لري چي محکمه په امریکا کي دايره کړي موږ دولت لرو قانون لرو بايد دغه سړی په افغانستان کي محکمه سي. دا زموږ په حق کي ظلم دئ.»

هغه زياته کړه، که چيري يو افغان په امريکا کي دغه شان يو وحشتناکه عمل تر سره کړي نو هغه به پرېښوول سي چي په افغانستان کي محاکمه سي؟

هغه وويل: «موږ غواړو چي زموږ قاتل په افغانستان کي اعدام سي او که بيا هم دلته نه اعداميږي نو په امريکا کي خو دي وځړول سي. موږ دغه اوسنی پريکړه نه منو.»

بيلز (چپه اړخ) په افغانستان کی د جنگي ماموريت پرمهال
بيلز (چپه اړخ) په افغانستان کی د جنگي ماموريت پرمهالانځور: Reuters/Department of Defense/Spc. Ryan Hallock/Handout

بيلز د ۲۰۱۲ کال د مارچ مياشتي پر ۱۱ نېټه د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په زنگاوات کلي کي د شپې له خپلي پوځي اډې څخه دوه واري وتلی وو او په دوو کليو کي ئې ۲۲ تنه ملکي وگړو چي ۱۷ تنه پکښې ښځي او کوچنيان شامل ول ووژل يا سخت ټپيان کړل. هغه د ډيرو وژل سوو کسانو جسدونو ته اور هم اچولی وو.

ويل کيږي کله چي بيلز په دغه شپه په اول وار له پوځي اډې څخه ووت او په يوه نژدې کلي کي ئې دغه وحشتناک عمل تر سره کړ او بيرته خپلي اډې ته راغلی وو، نو دغه کيسه ئې خپل يوه ملگري ته کړې وه خو بيا دوهم وار وتلی وو.