1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا استخباراتو په ميلياردو تليفونونه ثبت کړي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۱۴, پنجشنبه

واشنګټن پست ورځپاڼي د امريکا د استخباراتي ادارې د پخواني کارکوونکي له خوا د افشا سوو اسنادو په حواله لیکلي دي چي د متحده ايالاتو د ملي امنيت اداره په نړيواله کچه د ورځي د ۵ ميلياردو تليفون لرونکو انسانانو موقعيت ثبتوي.

https://p.dw.com/p/1ATVC
انځور: picture-alliance/dpa

واشنګټن پست ورځپاڼي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۴) په خپل راپور کي ليکلي دي چي دغه ثبت سوي معلومات د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت ادارې د اطلاعاتو پر زېرمه باندي زياتيږي چي د ورځي د سوونو ميليونو موبايل تليفونونو ځايونه نښاني کوي.

دغه معلومات د امریکا متحده ايالاتونو استخباراتي دستګاه ته په موثره توګه دا امکانات ورکوي چي په نړۍ کي نزدې ټول مبايل لرونکي کسان تعقيب کړي. دغه اداره دغه راز کولای سي چي حتی د موبايل کاروونکو کسانو مناسبات تعيين کړي.

د واشنګټن پست د راپور له مخي د امريکايانو موقعيت هدفمندانه نه تعينيږي خو کيدای سي چي «تصادفاً» د معلوماتو راټولولو په وخت کي تشخيص سي. ورځپاڼه ليکي چي دغه معلومات تر اجازې وروسته د هغو کيبلونو څخه راټوليږي چي د موبايل نړيوالي شبکې يو له بل سره تړي. د ورځپاڼي دغه راپور د هغو اسنادو پر بنسټ جوړ سوی دی چي د امریکا د ملي امنيت ادارې د پخواني کارکوونکي ايدوارد سنودن له خوا افشا سول. واشنګټن پست ورځپاني دغه راز په دې اړه د استخباراتي ادارې له چارواکو سره هم مرکې کړي دي.

د امريکا د ملي امنيت اداره د معلوماتو راټولولو په برخه کي د CO-TRAVELER کمپيوتري پروګرام څخه کار اخلي. دغه پروګرام په نړۍ کي د ميلياردونو انسانانو تليفوني مکالمې او موقعيتونه ثبتوي. دغه پروګرام دا ښيي چي د يوه تليفون خاوند له چا سره اړيکي لري. استخباراتي چارواکو واشنګټن پست ته ويلي دي چي دغه پروګرام يې قانوني دی او هدف يې يوازي د هغو جنګياليو تعقيبول دي چي له امريکا څخه دباندي فعاليتونه کوي او دغه هيواد ته ګواښ دي.

د واشنګټن پست په حواله دغه معلومات د دوو شرکتونو په مرسته راټوليږي، خو نومونه يې نه دي اخيستل سوي. ورځپاڼي په می مياشت کي د امریکا متحده ايالاتو د ملي امنیت ادارې د داخلي راپور په حواله ليکلي دي: دغه اندازه معلومات چي راټوليږي «زموږ زېرمي ډېريږي».

د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت د جاسوسي له پروګرامونو څخه په اول وار د روان کال په جون مياشت کي هغه مهال پرده پورته سوه چي د دغي ادارې يوه کارکوونکي ايدوارد سنودن دغه پروګرامونه افشا کړل. تر دغي افشاکوونکي وروسته په نړیواله کچه د جاسوسۍ په اړه بحثونه راپورته سول. سنودن له امريکا څخه تر وتلو وروسته اوس په روسيه کي لنډمهاله پناه ورکړه سوې ده.