1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا امنيتي قراردادي کمپنۍ طالبانو ته پيسې ورکوي

۱۳۸۹ مهر ۱۶, جمعه

د هغه رپوټ په حواله چه د امريکا د سنا نظامي کميټې د پنجشنبه په ورځ خپور کړ، طالبان، جنګسالاران او ترهګران په افغانستان کي د خصوصي امنيتي کمپنيو له لاري پيسي تر لاسه کوي

https://p.dw.com/p/PZYR
انځور: dpa

د دې تر څنګ خصوصي امنيتي کمپنيو د ترهګرۍ او اداري فساد پر ضد مبارزه هم د مشکلاتوسره مخامخ کړې ده .

د امريکا د سنا څيړڼي دا ښيي چه د افغان حکومت د هغو خصوصي امنيتي کمپنيو په اداره کي پاته راغلی دی ،چه ورسره يې د ميليارډو ډالرو په ارزښت تړونونه تړلي دي .

د امريکا په سنا کي د وسله والو خدمتونو د کميټې رييس سناتور کارل ليفن ويلي دي :« په افغانستان کي زموږ اعتماد پر خصوصي امنيتي کمپنيو اکثراً د هغو جنګياليو د تقويې سبب ګرځيدلی دی، چه د افغاني حکومت دچوکاټ دباندي د ايتلافي قواوو پر ضد کار کوي . دغه حالت زموږ د ځواکونو امنيت او د ماموريت برياليتوب د خطر سره مخامخ کوي .

په هغه راپورت کی چی د امریکا د سنا لخوا خپور شوی ، راغلي دی چی د امنیتی قراردادونو په ترڅ کی جنګسالارانو د طالبانو پلویان هم په کار ګمارلی دی .

د امریکا د سنا په دغه رپوټ کی د امریکایی او ناټو د ځواکونو د قومندان جنرال دیوید پیتروس هغه هلی ځلی ستایل شوی دی ،چه په امنیتی تړونونو کی يې د ریفورم د راوستلو امر کړی دی.

دغه امریکایی جنرال همدا شان ګواښ کړی چه امنیتی کمپنیو کی د ډیرو پیسو مصرف د ترهګرۍاو اداری فساد د تقويې سبب ګرځی .

د افغانستان حکومت هم د امنیتی کمپنیو پر فعالیتونوانتقادونه کړيدي او په روانه اونی کي یې رسماً 8 دغه ډول کمپنۍ بندی کړيدي، چی د تړل شوو کمپنیو په جمله کی یوه هم د «بلک واټر» جنجالی امنیتی کمپنی ده .

مسعود جهش

کتونکی : محمد قاسم نوري