1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا او اسراييلو تر منځ لانجه منه موضوع د فلسطينيانو په خاوره کي د کورونو جوړل ده

۱۳۸۹ اردیبهشت ۷, سه‌شنبه

د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينټن ډيره په قهره ول کله چي د ولسمشر مرستيال جو بايدن ته په بيت المقدس کي هر کلی وويل سو او ورسره سمدلاسه اعلان وسو، چي د دغه ښار په ختيځه څنډه کي به شپاړس سوه نوي کورونه هم ودانيږي...

https://p.dw.com/p/N7Qq
د اسراييلو لومړی وزير بنيامين نيتانياهو په واشنګټن کي
د اسراييلو لومړی وزير بنيامين نيتانياهو په واشنګټن کيانځور: AP

کله چي بارک اوباما د سپيني ماڼۍ اوسېدونکی سو، نو په اسراييل کي ډيرو خلکو اندېښنه څرګندوله، چي د دوو اړخيزو اړيکو يو نوی باب به پرانستل کيږي، چي واشنګټن پکښي فاصله نيسي او د بيت المقدس پر سر انتقادونه به هم ورسره ډېرېږي.

د بنيامين نيتانياهو ملتپاله ګوند تر اوسه په دې بريالی سوی دی، چي د واشتنګټن لخوا د لږ فشار راوستو په صورت کي هم غبرګون وښيي.

هغوی ته ويل کېده، چي د بيت القمدس د ختيځ په شمول دي په اشغالي سيمو کي د کورونو جوړول بند کړي. په داسې حال کي، چي د نژدې ختيځ د چارو منځګړی جورج ميچل په دې ورځو کي يو ناڅاپه سيمي ته شا واړوله، داسي ښايي، چي د هغه څر ګندونو هم د روانو چارو په ناکامۍ کي ونډه درلوده.

هغه وايي،زموږ دواړه ملتونه د ملګرتوب د يو بياوړي او نه شلېدونکي مزي په مرسته سره تړلي دي. د امريکې د متحده آيالتونو د دواملرونکي مسووليت پر بنسټ، چي د اسراييلو د امنيت په برخه کي يې لرو، اسراييل زموږ تر ټولو مهم ملګری او په نژدې ختيځ کي زموږ اصلي متحد هيواد پاته کيږي.

هيلري کلينټن او بنيامين نيتانياهو
هيلري کلينټن او بنيامين نيتانياهوانځور: AP

خو دغه ډول ډيپلوماتيکي تکراري څرګندوني پر دې پرده نه غوړوي، چي په واشنګټن کي د اسراييل په اړه بل ډول خبري هم کيږي.

د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينټن ډيره په قهره ول کله چي د ولسمشر مرستيال جو بايدن ته په بيت المقدس کي هر کلی وويل سو او ورسره سمدلاسه اعلان وسو، چي د دغه ښار په ختيځه څنډه کي به شپاړس سوه نوي کورونه هم ودانيږي.

کلينټن وايي«دا خو سپکاوی و، نه يوازي د مرستيال ولسمشر په وړاندي، چي بايد دا کار سوی نه وای: هغه په يو څرګند پيغام سره ورغلی و، ويل يې، چي د سولي له بهير څخه ملاتړ او له اسراييل سره پيوستون پکار دی. دا پېښه د متحده آيالتونو لپاره يو سپکونکی عمل ګڼل کيږي.»

څه موده مخکي ډيويډ پترايوس لا څرګندي خبري وکړې. د پنځو ستورو جنرال او د سېنتکام لوی قوماندان، چي په نژدې او منځني ختيځ کي د امريکا پوځي ستراتيژي تعيينوي او مخ ته يې بيايي، د متحده ايالتونو د ارکان حرب رياستونو ته په مارچ کي وويل، چي د اسراييل ټينګ دريځ، چي د واشنګټن له علاقو سره په تضاد کي راځي، په پايله کې په سيمه کي ځای پر ځای سويو امريکايي عسکرو ته هم ګواښ پېښوي.

د منځنۍ اسيا لپاره د امريکايي ځواکونو ستر قوماندان جنرال پترايوس د خبرو پر مهال
د منځنۍ اسيا لپاره د امريکايي ځواکونو ستر قوماندان جنرال پترايوس د خبرو پر مهالانځور: AP

ډيويد پترايوس د سنا د يو پلاوي په مخکي وويل:«موږ دغه چارې په دقيقه توګه څارو. ځکه چې دا د سېنتکام په برخه کي او پر عربي نړۍ باندي هم اغيزي لري. موږ په تکرار سره ويلي دي، چي دا يو حساس فکتور دی.»

تر هغه وخته پورې چي اسراييل د واشتنګټن غوښتني نه مني يا دا چي واشنګټن د اسراييل په وړاندي ګامونه نه اوچتوي، نوموړی جنرال له عربي نړۍ سره خپلي هڅي تر ګواښ لاندي ويني.

عربي نړۍپه خپل ځان کي 22 هېوادونه رانغاړي، چي ځيني يې کړکېچن دي. لکه عراق، سوريه او يمن، په داسي حال کي، چي نور هيوادونه لکه مصر او اردن په اصل کي ملګري دي. خو په دغو ټولو هېوادونو کي د اسراييل په وړاندي د واشنګټن هلي ځلي او چارچلند په دقيق ډول څارل کيږي.

Philipp, Peter/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل