1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا او ترکيې توافق ته د اروپايي اتحاديې غبرګون

۱۳۹۸ مهر ۲۶, جمعه

ترمپ د سوريې په شمال کې پنځه ورځنی اوربند د خپل ځان له پاره لويه بريا ګڼي. د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل او د اروپايي اتحاديې اکثرو مشرانو د دغه ترلاسه شوي توافق په هکله محتاطانه غبرګون ښوولی. کتونکي يې ماتيدونکی ارزوي.

https://p.dw.com/p/3RUie
Militärischer Konflikt in Nordsyrien | Türkischer Präsident Recep Tayyip Erdogan mit US-Vizepräsident Mike Pence
انځور: picture-alliance/dpa/AP/Presidential Press Service

د امريکا د ولسمشر مرستيال مايک پنس او د ترکيې د بهرنيو چارو وزير د پنجشنبې په ماښام په يوه خبري ناسته کې د سوريې په شمال کې د پنځه ورځني اروبند خبر تائيد کړ. ويل شوي چې د ترکيې پوځي عمليات په راس العين او تل ابيض کې د ۱۲۰ ساعتونو له پاره درول شوي دي. دغه پنځه ورځنی اروبند، کردي مليشو ته فرصت ورکوي چې له حائلي سيمې څخه شاتک وکړي.

د آلمان خبري آژانس له واشنګټن څخه خپل د جمعې ورځې رپوټ کې ويلي دي چې د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ له دغه توافق څخه راضي او خوښ دی.

ترمپ د ترکيې او کردي ملیشو ترمنځ نښتې د «ماشومانو شخړه» بللې او ويلي دي: «ځينې وخت باید سړی دوی ته اجازه ورکړي چې په خپلو کې دعواوې وکړي... لکه دوه ماشومان...وروسته له هغې بايد سړی پام وکړي او هغوی سره جلا کړي.»

د ترمپ دغه اشاره، د ترکيې او کردي مليشو ترمنځ د تيرې يوې اوونۍ جګړې ته وه. ترکيې د سوريې په شمال کې خپل پوځي عمليات د روانې مياشتې (اکتوبر) په نهمه پیل کړل. وروسته له يوې اوونۍ خونړۍ جګړې چې په ترڅ کې يې د دواړو خواوو څخه په سلونو پوځيان او همدا ډول د سيمې اوسيدونکي ووژل شول، ترکيه او امريکا پر يوه پنځه ورځني اوربند توافق ته ورسيدل.

ترمپ تر دغه توافق وروسته ويلي دي چې اوس ترکيه او کردان يوه اوربند او يا د عملياتو درولو ته لاسرسی پیدا کړی او دا يو «فوق العاده برياليتوب» دی.

په ترلاسه شوي توافق کې ترکيې د دې ضمانت کړی که چيرته د کردانو د «خلکو مدافع واحدونه» تر ۲۳ کيلومترۍ پورې ټوله حائلي سيمه تخليه کړي، ترکيه به د سوريې په شمال کې خپل پوځي عمليات پای ته ورسوي.

د ترکيې حکومت د کردانو د «خلکو مدافع واحدونه» تروريستان او د ترکيې د کردستان ګارګرانو ګوند پورې اړوند بللي.

Operation Peace Spring Syrien
ترکيې د سوريې په شمال کې پوځي عمليات د اکتوبر له نهمې پیل کړلانځور: picture-alliance/AA/M. Akif Parlak

اروپايي ټولنې د ترکيې او امريکا ترمنځ د شوي توافق په اړه له صريح نظر ورکولو څخه ډډه کړې ده.

د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل په ګډون د اورپايي اتحاديې د غړو هيوادونو اکثرو مشرانو د بروکسل په عمومي غونډه کې د امريکا او ترکيې تر منځ د شوي توافق په اړه په ډير احتياط خبرې کړي دي.

د اروپايي اتحاديې د مشرانو له خوا په يوه خپره شوې اعلاميه کې د دغې اتحاديې له خوا د ياد توافق څخه يادونه شوې ده. په اعلاميه کې يو ځل بيا له ترکيې څخه غوښتل شوي چې د سوريې په شمال کې دې خپل پوځي عمليات ژر تر ژره پای ته ورسوي.

د اروپايي ټولنې په اعلاميه کې راغلي دي چې د ترکيې پوځي عمليات په سيمه کې د ځایي اوسيدونکو د درد او رنځ سبب واقع شوي دي او دغه راز د داعش پورې اړوند جنګياليو پر وړاندې مبارزې ته يې زيان رسولی دی.

د اروپايي ټولنې غړو هيوادونو د سوريې په شمال کې د ترکيې پوځي عمليات، د اروپايي ټولنې له پاره د يو جدي خطر په توګه اروزلی دی.