1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا او لويديځ په غياب کې د سوریې کړکيچ د حل هڅه

۱۳۹۵ دی ۱, چهارشنبه

روسيې، ترکیې او ايران له امريکا او لويديځ پرته د سوریې کړکيچ د حل موندني په موخه په مسکو کې خبري کړي. آيا په دې مذاکراتو کې د امريکا نه شتون د دغه هيواد د منزوي کيدو په معنا دی؟

https://p.dw.com/p/2UePr
Russland Treffen zwischen Russland, Iran und Türkei in Moskau
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Golovkin

د مسکو په درې اړخيزه خبرو اترو کې روسيې، ايران او ترکيې په سوريه کې د پراخ اوربند خبره وکړه. د دغو دور سرو هیوادونو د بهرنيو چارو او دفاع وزیرانو وويل چې د ياغيانو د حکومت ترمنځ منځګړتوب او د يوه توافق پر وخت تضمين ورکولو ته چمتو دي.

د سوریې د بهرنيو چارو وزیر سرګې لاوروف وويل چې «پر دې سره همنظري دي چې په سوريه کې «پراخ اوربند» رامنځته شي او بشري مرستو ته لار اواره شي.

د ترکي د بهرنيو چارو وزير محمد چاوش اوغلو، په خبره اوربند بايد په ټول هيواد کې نافذ شي. خو زیاته يې کړه چې جهادي ډلې لکه داعش او فاتح الشام بايد مستثنا وي.

له صحنې څخه د امريکا د ايستلو هڅه

د مسکو دا خبري اتري په ترکيه کې د روسیې د سفير اندرې کارولف، تر وژل کيدو يوه ورځ وروسته وشوې. امريکا متحدو ايالاتو په دې خبرو اترو کې نه ګډون ته اهميت ورنه کړ او ويې ويل چې دې موضوع ته د سوریې له کړکيچ څخه د دوي د ايستلو د يوې هڅې په سترګه نه ګوري.

خو ښايي د ولسمشر بارک اوباما دې پریکړې چې د سوریې د ياغيانو ملاتړ محدود کړي، واشنګټن دې ته اړباسي چې د سوریې په کړکيچ یې نفوذ ډير لږ وي. په ځانګړي توګه له هغه وروسته چې روسیې په سوريه کې د ياغي ډلو پر ضد هوايي بريدونه پيل کړل.

که څه هم چې امريکا د سوریې او منځني ختيځ د نورو کړکيچونو د له منځه وړولو په هڅو کې يو مهم نقش درلود، خو مجبور وو چې د حلب په ختيځ کې پر اوربند سربيره هم د سوریې حکومت او متحدينو کړني په چپه خوله تماشه کړې.

د واشنګټن انستيتوت د منځني ختيځ کارپوه دينس روز، وايي چې امريکا د سوریې په کړکيچ کې ځان پخپله «بې اهميته» کړی دی. دی زیاتوي: «د سوریې اپوزيسيون او اسد هيڅ داسي کوم دليل نه لري چې موږ ته په ځواب ورکولو مکلف وي. روسیه او ايران هم پوهيږي چې پر حلب او د سوریې پر نورو ښارونو د دوی د بريدونو په مقابل کې موږ له دوی هيڅ ډول ځواب نه شو غوښتلی.»

روز زياته کړه: «خو روسیې بيا پر ځمکه د واک د انډول په بدلولو سره ځان په يوه منځګړي بدل کړ خو البته ملکي تلفاتو ته په نه پاملرنې سره.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کيربي، د درې اړخيزه خبرو اترو په اړه وويل: «موږ دې ته د سوریې کړکيچ د حل په موخه هلو ځلو څخه زموږ د ګوښه کولو يا د يوې اشارې په سترګه نه ګورو، بلکې دې ته د دغي جګړې د له منځه وړولو له پاره د يوې هر اړخیزې هڅې په توګه ګورو. موږ په دې سمت کې د کيدونکي هر پرمختګ هرکلی کوو.» ده زياته کړه: «موږ نه کونج ته کړل شوي يو او نه هم ترې ايستل شوي یو.»

د سه شنبې ورځي خبري اتري چې د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسيدلې، په ترکيه کې د روسيې سفير تر پر وژلو سربيره داسي ښکاري چې له ايران او ترکیې سره د روسیې اړيکې د پراخيدو په حال کې دي. دا د دې ښکارندوي کوي چې پوتين په منځني ختيځ کې او پسې ورهاخوا د خپل نفوذ پراخولو ته ليوال دی.

د روسیې، ترکېې او ایران مثلث

يوه امريکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، ومنله چې د حلب د تخليه کولو په مذاکراتو کې د امريکا د نه شتون په سبب روسیې وښووله چې د واک واګي واشنګټن نه، بلکې مسکو په لاس کې لري. ده زياته کړه: «له ترکیې سره د کردانو او همدا راز د حلب د شمال په اړه د نظر اختلافاتو واټن رامنځته کړ او روسیې د دې واټن څخه ناوړه ګټه پورته کړه.»

د روسیې د بهرنيو چارو وزیر سرګې لاوروف وويل چې د سوریې، ايران او روسیې مثلث يو اغیزمن او بانفوذه فورم دی چې د سوریې کړکيچ د اوارۍ هڅه کوي.

نور مطالب: