1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا بيروکراسي څنکه په قبايلي سيمو کي د عملياتو د ترسره کولو مانع سوه

۱۳۸۷ تیر ۱۰, دوشنبه

نيويارک ټايمس:په پاکستان کي د القاعدې دپاره دغه ډول مصؤن ځايونه تر يوه حده پوري د امريکا د حکومت او پرويز مشرف تر مينځ د يووالي په نتيجه کي رامينځته سوي دي

https://p.dw.com/p/ETpw
انځور: AP

د دوشنبه په ورځ د نیوریارک ټایمز ورځپاڼي رپوټ ورکۍ ،چي د تیر عیسوي کال په آخره کي د حکومت یو لوړرتبه مقام د پاکستان په قبایلي سیموکي د امريکا د ځانګړو قواوو د عملياتو د آسانه کولو په خاطر یوه پټه طرحه جوړه کړې وه ، لیکن د امريکا پیچلي بیروکراسۍ چي د انساني او مادي لحاظه جنګ پر مخ بيايي، ددغو کوښښونو مانع سول .

ټایمز د امريکاد دفاع د وزارت د یوه لوړرتبه مقام د خولې وايي، چي دغه مقام دپاکستان په قبایلي اوغرنیوسیمو کي ددفاع وزارت لخوا دغو قواوو د پرله پسې ځنډیدو له کبله مایوسه سوی ؤ .

د ټایمز دغه رپوت په واشنګټن او پاکستان کي د 40 مرکو پر بنا جوړ سوی دی . په دغه رپوت کي ویل سوی دی ، چي په پاکستان کی د القاعده دپاره دغه ډول مصؤن ځایونه تر یوه حده پوری د امريکا د حکومت او پرویز مشرف تر منځ د یووالی په نتیجه کی رامنځته سوی دی .

پر وېز مشرف او جورج بوش د سلا مشورو په حال کي
پر وېز مشرف او جورج بوش د سلا مشورو په حال کيانځور: AP

هغه مشورې چي د پرویز مشرف لخوا د امريکا حکومت ته ورکول کیدې ، په هغه کي راغلي وه ، چي په پاکستان کي د ترهګرۍ خطر ډیر ندی .

بله خبره چي ډیرهمهمه وه ، داوه چي د امريکا د استخباراتي سازمانو په مينځ کي داخلي کشمکشونه او اختلافات ، او د عراق جنګ ته د افغانستان تر جنګ ډیره ترجیح ورکول وه .

ټایمز دامريکا د استخباراتی سازمانCIA د یوه متقاعد منصب داره د قوله وايي چي دی اټکل ګوی ، چي اوس د پاکستان د القاعدې په کمپو کي 2000داخلي او خارجي وسله وال کسان وجود لری . پداسی حال کی چي درې کاله مخکي دغه تعداد فقط څو سوو نفرو ته رسیدی .

د امريکا د استخباراتی سازمانCIA په دننه کي کشمکشونه چي په هغه کي په کابل او اسلام آباد کښي د ساحوي منصب دارانو او په ويرجینیا یعنی د CIA د مرکز تر منځ هغه اختلافات دي ، چي مرکز دې کارته ترجیح ورکوي ، چي د پاکستان پر ترهګري مرکزونو باید د لیری څخه راکټی او غافل ګیرانه حملې وسي . او دا هغه شیان دي ،چي محلي منصب داران د هغه پر کامیابیدو باندي شک لري .

د نيويارک ټايمس ورځپاڼه
د نيويارک ټايمس ورځپاڼهانځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

ټایمز وايي چي د پاکستان او افغانستان دCIA د مامورینو تر منځ مبارزه هم په کار کی د پرمختګ خنډ ګرځیدل . پداسي حال کي چي دافغانستان د CIA محلي مامورینو اخطار ورکاوه ، چي اصلي خطر د پاکستان دقبایلي سیمو څخه منځته راځی ، خو دپاکستان مامورینو بیا داسی استدلال کاوه ، چي ګواکی قبایلي مناطق د هیڅ چا تر کنترول لاندی ندی .

رپوت اضافه کوی چي د سیمی څخه د CIA دمامورینو معلومات هم د کارونوم د خنډ سبب ګرځیدل . رپوت دCIA دیوه لوړرتبه مقام د قوله وايی چي باید داسی کسان موانتخاب کړی وای ، چي د محل او کار څخه يې ډیر معلومات نه درلودلای .

خو برعکس په عراق کي بیا د CIA داسی مامورین ګمارل سوي وه . چي د اسلامی هیوادو څخه يې ډیر معلومات او تجربې درلودې .

ټایمز لیکي چي دافغانستان د عملیاتو لوی قوماندان برید جنرال کارل آیلن بیري د2006 کال په آخره کي ، پوځی منصب دارانو او د CIA مامورینو ته وظیفه ورکړه ، چي داسی اسناد راټول کی ،چي په هغه کښي په قبایلي سیمو کي وسله والو کسانو ته دفعاليت اجازه ورکول کیږی .

د اسنادو تر راټولولو وروسته ددفاع په وزارت کي دا احساس راپیدا سو ، چي دیوه غیر قابل اعتماد دښمن په خاطر د تروریزم پر ضد د جنګ مفکورې ته تاوان رسيدلی دی ، او په سیمه کي دښمن قوي سوی دی .

ددغو اسنادو په جواب کي سپیني ماڼۍ د2007 کال په مارچ کي دیک چینی او د CIA مرستیال ستیفان کیپس اسلام اباد ته ولیږل ، تر څو د امريکا د متحده ایالاتو تشویش بیان کي .

ټایمز لیکی چي همدغه لیدنه کتنه ددې سبب سول ، چي د امريکا د متحده ایالات پر پاکستان باندی خپل فشار ډیر کي ، تر څو د یاغیانو پر ضد مبارزه غښتلې کي . رپوټ وايي چي د امريکا ددفاع دوزارت پنتاګون د تیر کال هغه تصمیم چي امريکا دي په قبایلي سیمو کښي د عملیاتو اجازه ورکي ،هم ددغو هلو ځلو يوه برخه وه .