1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د دفاع وزير په ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی

۱۳۸۹ اسفند ۱۶, دوشنبه

رابرت ګېټس به د افغان ولسمشر حامد کرزي سره وګوري. کرزی تيره اونۍ د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ کي د ملکي وګړو په مرګ سخت قهريدلی وو.

https://p.dw.com/p/R6rs
د امريکا د دفاع وزير رابرت کېټس د افغان ولسمشر حامد کرزي سره
د امريکا د دفاع وزير رابرت کېټس د افغان ولسمشر حامد کرزي سرهانځور: AP

ګومان کيږي چي ګيټس به د کرزي سره د ملکي تلفاتو او افغان امنيتي ځواکونو ته د مسوليت سپارلو د پروسې په اړه خبري وکړي.

پداسي حال کي چي حامد کرزی به ډير ژر د بهرني ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسوليت د سپارلومهال ويش اعلان کړي، د ملکي تلفاتو پر سر کړکيچونو د قدرت د سپارلو پلان تر سيوري لاندي راوستی دی.

حامد کرزي په يوه وينا کي ويلي چي، د ناټو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال ډيوډ پيترياس لخوا بخښنه « د ملکي وګړو د وژلو پرهر نسي رغولای».

تردې وړاندي تيره اونۍ د امريکي جمهور ريس باراک اوباما هم د ولسمشر حامد کرزي سره د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله خپله ژوره خواشيني څرګنده کړي وه.

د ناټو ځواکونو په وروستي هوايي بريد کي ۹ تنکي ماشومان چي لرګي يې ټولول وژل سوي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ښاغلي کرزي د امنيتي سلاکارانو په يوه غونډه کي چي، جنرال ډيوډ پيترياس پکښي هم شتون درلود وويل چي د بهرني ځواکونو په عملياتو کي د ملکي وګړومرګ ژوبله « نوره د زغملو نده».

ډيوډ پيترياس د ملکي وګړو په مرګ يو ځل بيا خپله بخښنه تکرار کړه او زياته يې کړه چي دا « يوه ډيره لويه غلطي وه».

خبر پاڼه زياتوي چي کرزي د بهرني ځواکونو په بريدونو کي ملکي تلفات د لويديځ او کابل تر منځ د کړکيچ اصلي لامل بللی دی.

د يکشنبي په ورځ په پلازمېنه کابل کي سلګونو تنو د بهرني ځواکونو په عملياتو کي د ملکي وګړود مرګ ژوبلي خلاف لاريون وکړ، لاريون کوونکو د امريکا ضد شعارونه ورکول.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل