1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د راتلونکي ولسمشر په اړه نظرونه

۱۳۹۱ آبان ۱۵, دوشنبه

ټاکل سوې ده چي د سه شنبې په ورځ به د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشرۍ ټاکني تر سره سي او د څلور کلونو له پاره به د سپيني ماڼۍ مشر وټاکل سي. د امریکا د راتلونکي مشرتابه په اړه افغان حکومت او عام وگړي مختلف نظرونه لري.

https://p.dw.com/p/16cmB
U.S. Republican presidential nominee Mitt Romney (L) and U.S. President Barack Obama gesture towards each other during the second U.S. presidential debate in Hempstead, New York, October 16, 2012. REUTERS/Mike Segar (UNITED STATES - Tags: POLITICS ELECTIONS USA PRESIDENTIAL ELECTION TPX IMAGES OF THE DAY)
TV-Duell Barack Obama und Mitt Romney Wahlkampf USAانځور: Reuters

د اکتوبر د مياشتي پر۶ نېټه به د امريکا د ولسمشرۍ ټاکني د اوسني ولسمشر بارک اوباما او د جمهوريت غوښتونکو د گوند کانديد ميت رامني تر منځ تر سره سي.

د دغو دواړو کانديدانو په بهرني سياست کي افغانستان يوه مهمه مسئله ده. جمهوريت غوښتونکو د اوباما پر هغه پلان باندي نيوکه کړې ده، چي له مخي ئې له افغانستان څخه ټول جنگي ځواکونه را وزي.

د دغو دواړو کانديدانو مرستيالانو په يوه وروستۍ مناظره کي د افغانستان په اړه د يو بل پر پاليسۍ باندی نیوکوي کړي دي. د ميت رامني مرستيال ويلي دي، چي که گټونکي سي نو د امريکايي پوځونو يوه برخه به په افغانستان کي پريږدي.

خو اوباما او مرستيال ئې د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو پر راايستلو باندي ټينگار کړی دئ.

د ټاکنو په اړه د عامو افغانانو نظر

يو شمېر افغانان په دې اند دي، چي د امريکا ولسمشر هغه چي هر څوک وي بايد د افغانستان په اړه په پريکړو کي له بیړي څخه کار وانه خلي.

د دوی په خبره متحده ايالات بايد خپل سرتيري په بشپړه توگه له افغانستانه ونه باسي، ځکه حکومت لا تر اوسه پوري پر پښو نه دئ درېدلی.

Afghanistan Archiv
عام وگړيانځور: AP

په کابل کي يو ځوان د نوم د نه اخيستلو په شرط د امريکا د متحده ايالاتو د ټاکنو په اړه خپل نظر له دويچه ويله سره داسي شريک کړ:

«زه فکر کوم، هر چي ټاکني ګټي باید افغانستان له پامه و نه غورځوي، زموږ برخلیک اوس د امریکا د مشرانو له پریکړو سره تړلی دئ.»

د افغان حکومت نظر

افغان حکومت وايي، چي د ديموکراتانو او جمهوريت غوښتونکو څخه چي هر څوک د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کي گټونکی سي، د افغانستان په اړه سياسي، پوځي او اقتصادي  ملاتړ کي به بدلون رانه شي.

يو شمېر سياسي څېړونکي په دې باور دي، چي که د امريکا په ټاکنو کي د جموريت غوښتونکو کانديد ميت رامني گټونکی سي، د افغانستان په اړه به د هغه هیواد په سياست کي بدلون راسي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زی وايي، چي د افغانستان او مريکا تر منځ ستراتيژيک سند د دواړو هيوادونو تر منځ د همکاريو د دوام سبب گرځي:«موږ له امريکا سره د دوام داره همکاريو په موخه ستراتيژيک سند لاسليک کړی دئ، او موږ ډاډه يو چي هر څوک چي په ټاکنو کي گټونکی سي، د دغه سند تطبيق ته به دوام ورکړي.»

هغه زياته کړه افغانستان د امريکا ستراتيژيک ملگری دئ او هيله ده چي دغه اړيکي ښه پرمخ ولاړي سي:«هغه څه چي د افغان دولت له پاره مهم دي، هغه له امريکا سره زموږ دوستانه او ډيري پراخي اړيکي دي، چي لرو ئې.»

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويان جانان موسی زی
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويان جانان موسی زیانځور: DW

سياسي شنونکي

يو شمېر سیاسي شنونکي په دې باور دي، چي د افغانستان موضوع د امريکا د متحده ايالاتو د ۲۰۱۲ کال په ټاکنو کي يوه هيره سوې موضوع ده. د هغوی په خبره دواړو ګوندونو کاندیدانو نه غوښتل چي د یوې لسیزي پر ناکامو هڅو خبري وکړي.
 
سياسي شنونکی عصمت الله غلجی وايي، چي که رامني او یا اوباما ټاکني وګتي د افغانستان په حالاتو کي به کوم لوی بدلون رامنځته نه سي، ځکه هغوی به تر ډیره هغه زړه ستراتیژي تعقیبوي، چې د اوباما ادارې د افغانستان له پاره ټاکلې ده:

«زما په نظر د اوباما او یا د هغه د رقیب رامني په بریاليتوب سره به د افغانستان په حالاتو کې کوم لوی بدلون و نه لیدل شي، ځکه هغوی دواړه هغه زړه پالیسي چې د افغانستان له پاره لري تعقیبوي، د نړۍ په اړه د امریکا لويي پریکړي یوازي د ولسمشر کار نه، بلکي د بېلا بېلو ادارو کار دئ او د ولسمشرانو په بدلون په کلیاتو کي کوم بدلون نه راځي.»

خو اوس په افغانستان کي له ډيرو خلکو سره دا پوښتنه راپيدا سوې ده، چي که چیري اوباما ټاکني وګتي ایا د هغه روانه پالیسي به د افغانستان موجودي کشالې ته د پای ټکی کښېږدي؟

غلجی وايي، چي د افغانستان د مسئلې د حل له پاره تر جمهوريت غوښتونکي ښه دي نه ديموکراتان. د هغه په خبره د میت رامني بریاليتوب کولای شي لږ تر لږه د افغانانو د خوشبیني سبب وګرځي، ځکه جمهوري غوښتونکی ګوند د افغان حکومت سره نیکي اړیکي لري او د طالبانو د پرزولو پروسه هم د هغوی په مشرتابه پیل شوې وه.

«جمهوري غوښتونکي تر دیموکراتانو ښه دي، ځکه د اوباما حکومت له افغانستان سره هغسي علايق چي د جورج ډبليو بوش ادارې ساتل ونه ساتل، او ډیر افغانان هم په همدې اند دي.»

ميرويس جلالزی/ حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم