1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا سترې محکمې د سفر د بندیز د عملي کیدو مخه خلاصه کړه

۱۳۹۶ تیر ۶, سه‌شنبه

د امريکا سترې محکمې د ولسمشر دونالد ترمپ، د سفر د بنديز د هغه فرمان جزوي عملي کولو ته لاره خلاصه کړې چې پر اکثریت مسلمان میشته هیوادونو یې لګولې وو. خو محکمه به په دې هلکه بشپړه پريکړه د دليلونو تر اوریدو وروسته وکړي.

https://p.dw.com/p/2fRrN
US-Einreiseverbot gegen Muslime: Widerstand in den USA
انځور: Reuters/T. Soqui

د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷م کال د جون ۲۶)  د پلازمينې واشنګټن څخه د ورکړل شويو رپوټونو په حواله د امريکا سترې محکمې په يوه پريکړه کې ويلي چې د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا پر سفر د  بندیز په موخه جاري کړل شوی اجراييوي فرمان په جزوي توګه عملي کيدلای شي خو ځينې برخې به اوس هم د عملي کيدو جوګه نه وي.

د سترې محکمې له خوا دا هم ويل شوي چې د دې بندیز په اړه په اکتوبر مياشت کې د مخالفينو او پلويانو د دلايلو تر اوريدو وروسته وروستۍ پريکړه کوي. د سترې محکمې  د دې پريکړه د مخه د امريکا ځينو فدرالي محکمو په موقت ډول د دې فرمان د عملي کولو مخه نيولې وه.

د فرانسې خبري آژانس په حواله محکمې پخپله پريکړه کې دا هم ويلي چې د روان کال په مني کې به دا مسله په مفصله توګه وڅيړي خو زياته کړې یې ده چې د ترمپ فرمان په جزوي توګه عملي کيدلای شي.

ولسمشر ترمپ دا لانجمن فرمان د روان میلادي کال په مارچ مياشت کې لاسليک کړ او د ايران، ليبيا، سوماليا، سوډان، سوريې او يمن اتباع یې د نوي ورځو له پاره امريکا ته له سفر څخه منع کړل.

USA Washington Supreme Court
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. S. Applewhite

په ناڅاپي توګه لګول شوي دې فرمان د عملي کولو له امله په زرګونه کسان زيانمن شول او د امريکا متحده ایالاتو په کچه په ټولو هوايي ډګرونو کې لاريونونه وشول. د دې فرمان له لاسليک کيدو يوه اوونۍ وروسته په واشنګټن کې يوه فدرالي قاضي له دې استدلال سره چې فرمان د امريکا له اساسي قانون سره په ټکر کې دی، د هغه له عملي کیدو سره مخالف وکړ. 

د فرمان د لانجمن کيدو له وجې او په قانوني توګه تر ننګول کيدو وروسته، ترمپ د يو څه بدلونو وروسته دويم فرمان صادر کړ، چې په کې د لومړي فرمان خلاف عراق شامل نه وو. سربيره پر دې په دې فرمان کې د کورنۍ جګړې د ښکار هيواد سوریې څخه پر راتلونکو مهاجرو هم د څلورو مياشتو له پاره امريکا ته پر داخليدو بندیز لګول شوې وو.

د ترمپ مخالفينو دا بندیز د امريکا د اساسي قانون سره په ټکر کې بولي. خو ترمپ وايي چې د دې څخه یې هدف د ترهګرۍ مخه نيول دي.