1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا له پاره څلور نوي ملگري

۱۳۹۱ آذر ۲۱, سه‌شنبه

د يو نوي راپور له مخي برازيل، هند، اندونيزيا او ترکيه د امريکا احتمالي څلور نوي شريک هيوادونه دي. راپور وړانديز کوي چي امريکا دي د دغو هيوادونو د ځان ته رانژدې کولو هڅي گړندۍ کړي.

https://p.dw.com/p/16zsN
انځور: Reuters

د نړيوالو اړيکو دوو کارپوهانو په يوه راپور کي څلور داسي هيوادونه په گوته کړي دي چي دوی ورته د «اوښتونکو دولتونو» خطاب کړی دی. د جرمن مارشال فنډ آند خونې ډانيل م کليمان او د امريکا د نوي امنيت د مرکز په نوم بلې آند خونې ريچارډ فونټېن په دغه راپور کي برازيل، هند، اندونيزيا او ترکيه د امريکا احتمالي راتلونکي مهم ملگري بللي دي.

سوينگ سټېټس (Swing States) د امريکا د متحده ايالتونو د کورني سياست سره تړلې يوه اصطلاح ده، چي لغوي معنی يې «اوښتونکي ايالتونه» دي. دا اصطلاح په امريکا کي د هغو ايالتونو له پاره کارول کيږي چي په ټاکنو کي پکښي دواړه ستر گوندونه جمهوري غوښتونکي او ديموکراتان د بريا چانس ولري. معنی دا چي د دواړو گوندونو له پاره په دغو ايالتونو کي لوی کامپاين کول د هغوی د بريا سبب گرځېدلای سي.

اوس دانيل م کليمان او ريچارد فونټنېن په خپل راپور کي برازيل، هند، اندونيزيا او ترکيې ته د «اوښتونکو دولتونو» اصطلاح کارولې ده. په دغه راپور کي ويل سوي دي چي امريکا بايد زياتي هڅې وکړې چي دغه څلور هيوادونه د نژدې ملگرو په توگه ځان ته راجلب کړي.

د امريکا د ملگرۍ له پاره کومي ځانگړتياوي مهمي دي؟

دغه څلور هيوادونه بايد ولي د امريکا متحده ايالتونو له پاره د مهمو راتلونکو ملگرو په توگه ونومول سي؟ کليمان او فونټېن په خپل راپور کي د دغې پوښتني ځواب په څو دلايلو ورکړی دی. د دوی په وينا د متحده ايالتونو له پاره هغه هيوادونه ډېر مهم دي، چي ديموکراټ وي او اقتصاد يې مخ پر پياوړي کېدو وي، چي د اړينو پانگونو او مصارفو توان ولري.

دوی زياتوي چي دغه هيوادونه بايد نه يوازي دا چي د جغرافيې له کبله په خپله سيمه کي د مرکز حيثيت ولري، بلکي بايد د ډيرو سيمو تر منځ د پلونو کردار هم ولوبولای سي. د راپور په وينا که يو هيواد دغه شان ځانگړتيا ولري نو بيا له امريکا متحده ايالتونو سره د نړيوالو ادارو لکه ملگري ملتونه، نړيوال بانک او د نړيوال وجهي صندوق، په ساتلو کي کومک وکړي.

ډانيل م کليمان له دويچه وېله سره په خبر کي ويلي دي چي تجارت، اقتصاد، بحري قوانين، بشري حقوق او د اټومي وسلو کمونه هغه ټکي دي، چي «اوښتونکي هيوادونه» پکښي له امريکا سره همکاري کولای سي. د م کليمان په وينا کوم څلور هيوادونه چي دوی په گوته کړي دي، په هغوی کي هر يو ځان ته جلا پياوړيتوبونه او کمزورۍ لري، خو په څلور سره يو ځای ټوله اړيني ځانگړتياوي پوره کوي.

ايا ترکيه سم انتخاب دی؟

د امېريکن انټرپرايز د محافظه پال انسټيوټ غړی مايکل روبين بيا وايي چي په دغه راپور کي يو شمېر نيمگړتياوي سته. نوموړی پوښتنه کوي چي ترکيې ته څرنگه دغه مهم رول بخښل کېدلای سي «په داسي حال کي چي ترکيه د يورو او ډالرو په مرسته د اېراني تيلو او گاز د رانيولو بنديز مراعتوي، خو له بله اړخه دغه ايراني مواد د سرو زرو په بدل رانيسي.»؟

په داسي حال کي چي راپور په اروپايي ټولنه کي د ترکيې د ورگډولو وړانديز کوي، محافظه پال روبين دغه وړانديز ردوي. د هغه په وينا «د بې سرحده خبريالانو په وروستي راپور کي ويل سوي ول، چي د رسنيو د آزادۍ په ډگر کي ترکيه تر روسيې لا شاته ده.» روبين وايي له همدې کبله په اروپايي ټولنه کي و ترکيې ته د غړيتوب ورکولو وړانديز، يو شمېر پوښتني رامنځته کوي. د روبين په وينا څوک چي «ترکيې ته د ديموکرات دولت خطاب کوي، هغه بايد روسيه هم ديموکرات وبولي.»

روبين پر دغه راپور انتقاد کوي او وايي چي دغه راپور په بشپړه توگه نوي افکار نه دي وړاندي کړي. هغه وايي چي په ۱۹۹۶م مېلادي کال لا د فارن افير نومي مجلې په گڼه کي د ايميلي هيل او پاول کېنډي مقاله د «مهم هيوادونه او د امريکا ستراتيژي» تر عنوان لاندي خپره سوې وه.

روبين زياتوي چي په دغه مقاله کي هم برازيل، ترکيه، هند او اندونيزیا د امريکا له پاره مهم هيوادونه بلل سوي ول. روبين پر دغه راپور يوه بله نيوکه دا کوي چي «د دولتونو حالت تغير خوري او په راپور کي يوازي اوسني حالت ته پام سوی دی.»

کرسټيان بېرگمان/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل