1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا متحده ايالات د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته ومنل سول

۱۳۸۸ خرداد ۵, سه‌شنبه

درې کاله مخکې د ژنيود بشری حقونو شورا د بشری حقونو زوړ کميسيون لغو کړ.دغه کميسيون وروستی ځل خپل کار خپله بند کړی وو...

https://p.dw.com/p/Hxau
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شوراانځور: picture-alliance/ dpa

د جورج ډبليو بوش تر مشرۍ لاندې نړيوال قدرت، د امريکې متحدو ايالتونو له هماغه پيل نه د بشری حقونو په نوې شورا کې له کار څخه ډډه وکړه. ډيرو څارونکو دا د نوې کميټې د ضعف په توګه ارزاوه او ارزوی يې. له نوی ولسمشر اوباما سره بيرته ستنيدل هم منځته راغلل. اوس د امريکې متحد ايالتونه د ژنيو د بشری حقونو په شورا کې يوه څوکۍ نيولې.

امريکاييانو ته هيلې ډيرې دی. دری کاله مخکې د بشری حقونو شورا په ژنيو کې د امريکې له متحدو ايالتونو څخه پرته په کار پيل وکړ. د بشری حقونو له ټولنې هيومن رايتس واچ څخه جوليتې ريفيرو انګيری چې د کميټې اعتبار د دې خبرې تر اغيز لاندې وو.

« موږ هيله لرو چې امريکاييان شورا ته د بشری حقونو يو نوی خوځښټ او يوه نوې لوړه ورسره راوړی، په تيره بيا د داسې يو هيواد په توګه چې د بشری حقونو په سرغړونو کار کوی.»

په ژنيو کې څارونکو د امريکاييانو د ليری والی بنسټيز لامل د دوی له خپلې خوا د بشری حقونو څخه سرغړونې بولی. د بشری حقونو په شورا کې غړيتوب به امريکاييان دې ته اړ کړی چې ښکاره نيوکې بايد وکړی ، د ساری په ډول د ګوانتانامو په هکله.

خو د امريکاييانو د ليری والی رسمی لامل بل دی: د واشنګتن ويره د اسراييلو پر ضد په يو اړخيزه پريکړو کې زياتی دی. اوس په دې ټکی کې د امريکاييانو شکاکيت د اسراييلو پر ضد د پريکړو په پوره کولو کې تأييد شوی دی. خو له اوباما سره اوس يو بيرته ستنيدل هم راځی: په ژنيو کې د امريکې د متحدو ايالتونو سفير مارک ستوريلا وايي چې د بشری حقونو د شورا ټاکل دده په نوي سياست ټينګار دی.

« د شورا د غړي په توګه سړی په شورا کې د نه غړيتوب نه د دې ډيرامکان لری چې د بشری حقونو د شورا اغيزمنه کړی.»

ستوريلا وايي چې د بشری حقونو په شورا کې د امريکې دمتحدو ايالتونو په غړيتوب سره بايد د بشری حقونو جوړښت پياوړی شی، خو په شورا کې د غړو اړيکي به بدلون ونه مومی. د اسلامی او افريقايي هيوادونو ستر بلاک د شمير له لحاظه د لويديځو هيوادونو د کوچني بلاک په وړاندې دريدلی دی. ستوريلا وايي چې اوس به واشنګتن هڅه کوی چې د ژنيو دبشری حقونو په شورا کې نوی اييتلاف منځته راوړی.

« موږ هيله لرو چې يوه نوی جوړه ومومو.که موږ زاړه بلاک ته بيرته ورولويږو، شورا به په دې بريالی نه شی چې خپل کار ته ښه والی وروبښی. موږ غواړو نه يوازې شورا ته يو نوی وزن ورکړو بلکې موږ غواړو د شورا خوځښت ته بدلون ورکړو.»

Lechler, Pascal/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل