1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا متحده ايالات د م.م. له يونيسکو څخه وځي

۱۳۹۶ مهر ۲۰, پنجشنبه

د امريکا متحده الات د ملګرو ملتونو د کلتوري سازمان يونيسکو څخه وځي. ويل کيږي چي له ياد سازمان څخه د متحده ایالاتو د وتلو لامل په دغه سازمان کي د فلسطين غړيتوب دی.

https://p.dw.com/p/2lk1Q
Hebron Altstadt Patriarchengräber / Ibrahim-Moschee bekannt
د هېبرون زوړ ښارانځور: picture-alliance/newscom/D. Hill

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په واشنګټن کي ويلي چي د هيواد يې د ملګرو ملتونو له کلتوري سازمان UNESCO څخه وځي. د ياد وزارت له خوا د ياد اقدام استدلال په دې سوی دی چي ګواکي دغه سازمان «بنسټيزو اصلاحاتو» ته اړتيا لري او مخ په ډېرېدونکې توګه د اسرائيل ضد دريځونو پلوي کوي.

د يونيسکو سازمان عمومي منشۍ ايرينا بوکوا د واشنګټن دغه فيصله د خواښينۍ وړ بللې ده. نوموړې په پاريس کي ويلي چي په دغه سازمان کي د امریکا د متحده ايالاتو د غړيتوب لغوه کېدنه د «ملګرو ملتونو د کورنۍ» و بېل اړخيزتوب ته يو زيان دی. بوکوا ويلي چي د واشنګټن پرېکړه يې په رسمي توګه د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو له وزیر رېکس تيلرسن څخه تر لاسه کړې ده.نژدې ختيځ یو لامل؟

د يونيسکو سازمان په تيرو کالونو کي په دوامداره توګه د نژدې ختيځ د لانجې په تناظر کي تر تنقيد لاندي راغلی دی. کله چي ياد سازمان په ۲۰۱۱ کال فلسطين ته غړيتوب ورکړ نو د امريکا متحده ايالاتو په سمدلاسه توګه ورباندي له خپل لوري پيسې بندي کړې. کله چي په دوبي کي د هېبرون زوړ ښار د فلسطين نړيوال ميراث وګرځول سو، نو په اسرائيل کي سخت غبرګونونه راوپارېدل.

د امريکا د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو د وزارت په وينا له یونيسکو څخه به د دغه هيواد د غړيتوب د ختمېدو پلي کېدنه د ۲۰۱۸ کال د دسمبر په ۳۱مه نېټه بشپړه سي. زياته سوې چي د هغه وروسته به د امريکا متحده ايالات په دغه سازمان کي د يو غړيتوب نه لرونکي کتونکي په توګه پاته سي.

Irina Bokowa Generaldirektorin der UNESCO
ايرينا بوکوا د یونيسکو مشري په غاړه لريانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Adayleh