1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا ولسي جرګې عراق او افغانستان د جنګونو د پاره نوري پيسې ونه منلې

Qasem, Mahad۱۳۸۷ اردیبهشت ۲۷, جمعه

واشنګټن: د امريکا د متحده ايالاتو ولسي جرګې پرون په تعجب آوره ډول سره دهغه قانون مخالفت وکۍ ، چه د هغه پر اساس به د عراق او افغانستان جنګونه په مالي لحاظ نور هم څو کلونه حمايه کيږي .

https://p.dw.com/p/E120
په واشنگتن کې د امريکا پارلمان Capitol
په واشنگتن کې د امريکا پارلمان Capitolانځور: Illuscope

خو د ولسي جرګې دغه تصميم کيدای سي ، چه د سنا لخوا بيرته لغوء سي.
د امريکا په ولسي جرګه کښي چه دموکراټان اکثريت دي ، دغه قانون يې په ۱۴۹ مخالفو او ۱۴۱ موافقو رايو سره رد کۍ .

د دغه قانون پر اساس به د عراق او افغانستان د جنګونو د پرمخ بيولو دپاره د راتلونکي کال تر دوبي پوري نوري ۱۶۲،۵ مليارډه ډالره ورکول کيږي .