1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آزربايجان او ارمنستان اوربند يوازې څو دقيقې وو

۱۳۹۹ آبان ۵, دوشنبه

آذربايجان او ارمنستان د دوشنبې ورځي له سهار اتو بجو څخه پر يو بشردوستانه اوربند توافق کړی دی. خو د آذربایجان د دفاع وزارت تر اوربند څو دقیقې وروسته اعلان وکړ چې ارمنستان د ترتر ښار بمباري کړی.

https://p.dw.com/p/3kQzo
Berg-Karabach Konflikt
انځور: Aris Messinis/AFP/Getty Images

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يکشنبې ورځې په ماښام (د اکتوبر ۲۵مه) د يوې اعلاميې په خپرولو د ارمنستان او آذربایجان تر منځ د بشردوستانه اوربند خبر ورکړ چې سر له دوشنبې ورځې په سيمه ایز وخت د سهار له اتو بجو به پيلیږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ويل شوي دي چې دغه توافق د امريکا د بهرنيو چارو د مرستيال وزير، ستيفن بیګان او د امرمنستان او آزربايجان د بهرنيو چارو د وزيرانو جیجون بايراموف، او زهراب مناتساکانیان، د لیدو کاتو په نتيجه کې شوی دی. ښکيلو خواوو یو ځل بيا د هغه بشردوستانه اوربند پر اجرا ټينګار وکړ چې د اکتوبر مياشتې پر لسمه د مسکو په ناسته کې رامنځ ته شو.

خو د امريکا په منځګړيتوب لاسلیک شوی اروبند ډير ژر بیرته نقض شوی دی. د آذربایجان د دفاع وزارت له دغه اوربند څخه پنځه دقیقې وروسته په ترتر ښار باندې له بمبارۍ څخه خبر ورکړ او زياته يې کړه چې ارمنستاني ځواکونو د دوي پر ځواکونو حملې کړي دي.

د ارمنستان د دفاع وزارت ویاندي هم پر ۸ بجو او ۴۵ دقیقو پر خپل ټويټر د آذربایجان له خوا د اروبند ماتيدو خبر ورکړی دی.

خو امريکا اعلان کړی دی چې د قره باغ غرنيزې سيمې د سوله ايز حل له پاره به د دواړو هیوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تر منځ په مينسک کې منځکړيتوب وکړي.

په پام کې ده چې د مينسک ډلې غړي، د آذربايجان او ارمنستان تر منځ د يو هر اړخيز اوربند د رامنځ ته کيدو په موخه د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر ۲۹مه په ژنيو کې سره وګوري.

دويچه وله ف/ م.ک.ز./ن.ز.