1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا کانګرس د افغاسنتان څخه دامريکايي عسکرود وتلومخالفت وکی

۱۳۸۸ اسفند ۲۰, پنجشنبه

ددې پريکړي علت داؤ چي پرون د کانګرس 65 وکيلانو چي زياتره يې د ديموکرات ګوند غړي دي،د داسي يوه پريکړه ليک مسوده د نمايندګانو جرګې ته وړاندي کړې وه چي بايد له افغانستان څخه دامريکايي عسکرو دراايستلو په هکله يوه پريکړه وکړي

https://p.dw.com/p/MPQS
د امريکا کانګرس
د امريکا کانګرسانځور: AP

لکه څنګه چي درويتر دخبررسولو دآژانس په يوه رپوټ کی ويل شوی دي، دامريکي دمتحده ایالتونو دنمايندګانو جرګي په قاطع اکثريت سره له افغاسنتان څخه دامريکايي عسکرو دايستلوپه هکله ديوۍ پریکړی دکولو سره مخالفت کړيدی

ددي پریکړي علت داو چي پرون ددغه هیواد دنمایندګانو دجرګي 65 وکيلانو چی زياتره يي دامريکۍ دمتحده ایالتونو د دیموکرات ګوند غړي دی ،دداسي يوه پریکړه ليک مسوده دنمايندګانو جرګي ته وړاندي کړی وه چی بايد له افغانستان څخه دامریکايي وسله والو ځواکونو دايستلو په هکله دنمایندګانو جرګه يوه پریکړه وکړي . دغه مسوده دامريکي دمتحده ايالتونو دنمايدنګانو دجرګی دغړي Denis Kucinch له خوا جرګی ته وړاندي شوی وه او 65 نورو وکيلانوهم له دغي مسودی څخه پلوی کوله خو 356 نورو وکيلانو ددغه پریکړه لیک دمنلو سره مخالفت کړي . په دغه مسوده کی دامریکي دمتحده ایالتونو دولسمشر بارک اوباما څخه ددی غوښتنه کيده چی بايد 30 ورځۍ وروسته ، کله چي دغه پريکړه ليک ومنل شي له افغانستان څخه دامریکايي عسکرو په ايستلوپيل وکړي .

د 65 وکيلانو په ډله کي چي له دغي مسودی څخه يي پلوی کړی ، 5 تنه جمهوریت غوښتونکي وکيلان هم شامل و . داچي دغه مسوده په قاطع اکثريت سره دامریکي دمتحده ايالتونو دنمايدنګانو دجرګي له خوا رد شوي ، علت يی داو چي دديموکرات ګوند ډیر شمير وکيلانو هم دداسي يوي پءیکړي سره مخالفت کړی . که څه هم دوي په افغانستان کی جګړی ته په انتقادی نظر ګوری خو دوي ويلي دي چي دغه راز يو ه پريکړه به ډیر بي وخته او غير عملي کار وي . او له بله پلوه دوي دا استدلال هم کړی چی پخپله دامريکۍ دمتحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما غواړی چی سر د 2011 ميلادی کال دجولاي دمياشتي څخه له افغانستان څخه دامریکايي عسکرو په ايستلو پيل وشي .

Dossier US-Kongresswahlen Bild3
د امريکا دکانګرس تالارانځور: picture-alliance/dpa

داچي دامریکي دمتحده ایالتونو دنمایندګانو به جرګه کي په لسهاو وکيلانو ددغه پریکړه لیک دمسودي څخه پلوي کړی ، پخپله ددي حقيقت ښکارندوی بلل کیږی ، چي په دغه هیواد کي دکانګرس دټاکنونه مخکي چی دهمدی روان ميلادي کال دنومبر په مياشت کي کيږی ، دافغانستان او په عمومی ډول دجګړی دسیاست په هکله ديموکراتان سره هم عقيدی ندی . او دداسي يوی مسودي په وړاندي کولو سره چي آمریکايي عسکر دی له افغانستان څخه ووځي ، دلمړی ځل دپاره دیموکراتانو ددغه هیواد په کانګرس کي په افغانستان کي دامریکایانو ماموریت په سوال کي راوړي . او داکار په داسي يوه وخت کي شوی چی اوباما افغانستان ته د30000 نورو عسکرو دلیږلو پریکړه کړی او دهلمند په ولايت کي دطالبانو په ضد تعرضي عملیات شوي او ښايي دغه راز عملیات به نورو سیمو کي هم وشي ،

کوم وکيلان چی له افغانستان څخه دامریکايي عسکرو دايستل غوښتونکي دي ددوي استدلال دادی چی وايي چي له دغی جګړی څخه اته کاله تيريږي ، تر اوسه په دی لاره کی ډيری پيسي لګیدلی او ډیراو یواځي 1000 تنه عسکر تر اوسه به دغه جګړه کی وژل شوي ، نو اوس ددي وخت را رسيدلي دی چی به دغه جګړی باندی نوی نظر وشی .