1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د امريکا کانگرس پنتاگون ته جزا ورکړه»

۱۳۹۱ مرداد ۴, چهارشنبه

د روسيې د وسلو صادرولو د دولتي شرکت چارواکي وايي، چي د امریکا د کانگرس روسيې ته نه، بلکي د خپل هيواد د دفاع وزارت ته جزا ورکړه.

https://p.dw.com/p/15eGR
انځور: picture-alliance/dpa

د روسيې د وسلو صادرولو یو کارپوه چي نوم ئې پټ ساتل سوی دئ، وايي چي د امريکا د متحده ايالاتو کانگرس د استازو مجلس هغه پريکړه چي پنتاگون د روسيې د وسلو صادرولو له دولتي شرکت "Рособоронэкспорт" سره ئې همکارۍ منع کوي، کيدای سي چي د پنتاگون په تاوان تمامه سي نه د روسيې.

«څه موده مخکي پنتاگون د امریکا د بهرنيو چارو وزارت څخه وغوښتل چي له روسيې څخه د افغانستان له پاره د نورو Ми-17 ډوله څرخۍ الوتکو د خريدارۍ اجازه ورکړي. خو اوس د امريکا د کانگرس د پريکړي له مخه ددغه قرارداد لاسلیکول تر يوې نامعلومه مودې پوري څنډېدلي دي.»

له هغه وروسته چي د روسيې د وسلو صادرولو دولتي شرکت د افغان هوايي ځواک له پاره د پنتاگون هغه فرمايش چي ۲۱ Ми-17 ډوله څرخۍ الوتکي پر خپل وخت ور وسپارلې، پنتاگون وپتېيل چي ۱۰ نوري څرخۍ الوتکي د افغان هوايي ځواک له پاره له دغه شرکت څخه خريداري کړي.

ټاکل سوې وه، چي ددغو الوتکو قرارداد ډير ژر لاسلیک سي. د وسلو صادرولو روسي کارپوهان په دې اند دي، چي ددغه قرارداد نه لاسليکېدل کيدای سي، چي د پنتاگون په تاوان تمام سي، ځکه چي د امریکا متحده ايالات غواړي چي له افغانستان څخه خپل پوځي تجهيزات د روسيې له لاري ترانزيت را وباسي.

هغوی وايي:«د روسيې له پاره قانوني لاري سته چي دغه غيردوستانه عمل ته جواب ورکړي، د مثال په توگه د روسيې له لاري د امريکا د نظامي تجهيزاتو ترانزيت بند کړي.»

اوس پوښتنه داده، چي د امريکا کانگرس د څه له پاره خپلي نظامي قوې ته جزا ورکړه؟

د امریکا کانگرس د استازو مجلس تيره اوونۍ په دې خاطر د روسيې د وسلو صادرولو له دولتي شرکت سره د اړيکو د پرېکېدو پريکړه وکړه، چي وايي دغه شرکت د سوريې رژيم ته وسلې صادري کړي دي.

په ولسي جرگه کښي رايه اچونه څو ساعته له هغه وروسته تر سره سوه، چي روسيې او چين د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کي د سوريې په اړه هغه پريکړه ليک ويتو کړ چي د غربي هيوادونو له خوا جوړ سوی وو.

د روسيې د وسلو صادرولو چارواکي وايي، چي دوی د وسلو صادرولو د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کښي لکه څرنگه چي ئې نورو هيوادونو ته وسلې صادري کړي دي سوريې ته ئې هم د هماغو سختو قوانينو له مخي صادروي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم