1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د امریکايي دپلومات موټر یو پاکستانی موټرسایکل چلوونکی وژلی

۱۳۹۷ فروردین ۱۸, شنبه

د پاکستان پولیس وايي چې یوه موټر چې د امریکا دپلوماتان یې لیږدول، په پلازمینه اسلام آباد کې یو موټرسایکل چلوونکی په موټر وهلی چې له امله یې موټرسایکل چلوونکی د پیښې په سیمه کې وژل شوی دی.

https://p.dw.com/p/2veCx
Flagge Pakistan und USA
انځور: Getty Images/AFP/M. Ralston

د اسلام آباد د ځايي پولیسو چارواکي شفیع الله په دې هکله ویلي چې امریکايي دپلومات له دې امله نه دی نیول ځکه چې هغه د نړیوالو قوانینو په اساس قضايي مصؤنیت لري.

بل لوري ته په آسلام آباد کې د امریکا سفارت هم د شنبې ورځې دغه ترافیکي حادثه تائیدوي او وايي چې دوی د پیښې د پلټنې په تړاو له ځايي چارواکو سره مرسته کوي.

تر اوسه پورې دا لا معلومه نه ده چې د پیښې پرمهال د امریکا د سفارت نوموړي دپلومات موټر چلوو او که نه. په پاکستان کې هر کال سلګونه موټرسایکل چلوونکي په دې هیواد کې د ترافیکي خراب سیستم له امله وژل کیږي.