1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکايي ځواکونو لومړۍ ډلي افغانستان پریښود

۱۳۹۰ تیر ۲۴, جمعه

د بارک اوباما د پلان له مخي افغانستان څخه د امرکایي ځواکونو لومړۍ ډله ووتله. په داسي حال کي چي باراک اوباما تر سختو سیاسي او عامو فشارونو لاندي وه، هغه تیره میاشت له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پلان اعلان کړ

https://p.dw.com/p/11wBU
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

که څه هم پوځي چارواکو اوباما ته مشوره ورکړي وه چي له افغانستان څخه کم ځواکونه وباسي، خو هغه د انتظاراتو پر خلاف اعلان وکړ چي په روان کال کي به له افغانستان څخه 10000 سرتیري وباسي او د راتلونکي کال تر دوبي به له دغه هیواد څخه 33000 امریکایي سرتیري بیرته امریکا متحده ایالاتو وغواړي.

افغانستان کي د ناټو د ځواکونو یو ویاند، واین پیري، اعلان کړی چي څه نا څه 650 امریکایي سرتیري چي په افغانستان کي یي د خدمت دوره پوره شوي وه، پرون له دغه هیواد څخه ووتل. د ایساف دغه ویاند زیاته کړي چي د دغو 650 سرتیرو پر ځای به افغانستان ته نوي سرتیري را نه شي. هغه ویلی:

«افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د پلان له مخي، د دغو ځواکونو لومړۍ ډله افغانستان څخه وتلي.»

هغه ځواکونه چي له افغانستان څخه وتلي، د کابل او پروان په ښارونو کي میشت ول. په روان کال کي به افغان پوځي چارواکي د افغانستان په اوو سیمو کي د بهرنیو ځواکونو څخه امنیتی مسؤلیتونه په لاس کي واخلي. دغه لړۍ به د افغانستان په کچه تر 2014 کال پوري بشپړه شي.

ډیر شمیر کارپوهان په دي اند دي چي د باراک اوباما هغه پريکړه چي د پوځي قوماندانانو د مشورو پر خلاف به يي له مخي افغانستان څخه ډیری پوځیان په کم وخت کي وباستل شي، کیدای شي په دغه هیواد کي د طالبانو پر ضد جګړي کي ستونزي رامنځ ته کړي.

افغانستان څخه امریکایي پوځيان په داسي حال کي بیرته خپل هیواد ته غوښتل کیږي چي په دغه هیواد کي امنیتي وضیعت په وروستیو لسو کلونو کي تر بل هر وخت کړکیچن او جګړه تر بل هر وخت سخته ده. په وروستیو لسو کلونو کي څه نا څه 1500 امریکایي سرتیرو په افغانستان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

که څه هم اوس مهال د افغانستان په جنوب کي امنیتي وضعیت ښه شوي خو د دغه هیواد په شرق کي بیا امنیتی چاري د پخوا په پرتله خرابي شوي او په دغو سیمو کي ډیرو طالبانو نفوذ پیدا کړی.

په افغانستان کي میشت بهرنیو ځواکونو اوس مهال پریکړه کړي چي خپل پوځي عملیات د افغانستان په شرقی سیمو متمرکز کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم