1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا او آلمان د دفاع وزیران د افغانستان په اړه وغږیدل

۱۳۹۵ بهمن ۸, جمعه

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس، د پنجشنبې په ورځ له خپلي آلمانۍ سیالې اورزلا فون دیر لاین، سره د تلیفون له لارې خبرې کړې دي. دواړو د افغانستان په ګډون پر دفاعي او امنیتي چارو باندې خبرې کړې دي.

https://p.dw.com/p/2WU3F
Verteidigungsministerin Von der Leyen auf dem Stützpunkt im Ägäischen Meer
انځور: Reuters/J. MacDougall/Pool

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت پنتاګون، له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د دفاع نوي وزیر، فون دیر لاین ته ډاډ ورکړی دی چې هیواد یې ناټو ته دوامداره ژمنتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د امريکا نوي ولسمشر دونالد ترمپ پر ناټو او اروپايي ټولنې باندې نیوکې کړې وې.

په دغه تلیفوني خبرو کې متیس په بالتیک او افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د آلمان له مشري او ونډې مننه کړې ده. هغه همداراز له ترهګرې سره د مبارزې په برخه کې د آلمان نقش ستایلی دی.

آلمان د یوې امریکایي پوځې اډې کوربه دی چې همدا اوس په کې ۳۵۰۰۰ امریکایي سرتیري میشت دي. دا په اروپا کې د امریکا تر ټولو لویه پوځي اډه ده.

متیسس او فون دیر لاین ژمنه کړې ده چې په راتلونکې کې یو له بل سره په اړیکه کې پاتې شي او د مونشن په امنیتي کنفرانس کې یو له بل سره وګوري.