1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا او شمالي کوریا تر منځ ترینګلتیا مخ پر زیاتیدو ده

۱۳۹۶ مرداد ۱۹, پنجشنبه

ورځ تر بلې د امریکا او شمالي کوریا تر منځ لفظي ناندرۍ زور اخلي. د متحدو ایالاتو د دفاع وزیر متیس د شمالي کوریا د له منځه تللو په هکله خبرداری ورکړی دی او شمالي کوریا په ګوام کې پر امریکايي اډې د برید د پلانولو خبره کوي.

https://p.dw.com/p/2hyLK
James Mattis
انځور: Picture-alliance/dpa/J. Martin/AP

له شمالي کوریا سره د اتومي شخړې په ترڅ کې د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس د پیونګ یانګ مشرتابه ته د خپل ولس «د له منځه وړلو» په هکله خبرداری ورکړی دی. متیس په واشنګټن کې ویلي دي چې شمالي کوریا، د متحدو ایالاتو او له متحدینو څخه په پوځي لحاظه په څرګند ډول په ټیټه کچه کې قرار لري.

متیس د شمالي کوریا پر حکومت باندې غږ کړی دی چې د اتومي وسلو له جوړولو څخه لاس واخلي او د ټولو هغو «فعالیتونو، چې د رژیم د ختمیدو او د خپل ولس د له منځه تللو په بیه تمامیدای شي» په هکله په ټینګار سره خبرداری ورکړی دی.

تر دې د مخه د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د خپل هیواد د امنیتي ځواکونو اغیزمنتیا ستایلي ده. د ټویټر په یوه لنډ پیغام کې هغه لیکلي دي چې د متحدو ایالاتو اتومي وسلې اوس د پخوا د هر وخت پرتله پیاوړي دي.

پر «ګوام» د ممکنه برید چمتووالی

په عین وخت کې شمالي کوریا په آرام سمندرګي کې پر ګوام باندې د برید کولو ګواښ بیا تکرار کړی دی. په دغه ځای کې د متحدو ایالاتو پوځي اډه موقعیت لري. د شمالي کوریا له لوري ویل شوي دي چې د اګست میاشتې تر نیمایي پورې پر ګوام باندې د هواسونګ – ۱۲ ډوله څلورو توغندیو پلان چمتو کوي. زیاته شوې ده چې دغه پلان به د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون، ته وړاندې شي او هغه به د راتلونکي اقداماتو په هکله تصمیم ونیسي.

په دې ترڅ کې د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس تلیرسن معتدله لهجه کارولې ده. هغه په ګوام کې د تم کیدو پر مهال ویلي دي چې هغه په دې باور نه دی چې کوم سملاسي ګواښ دې موجود وي او په وینا يې امریکایان په آرامه خوب کولای شي. خو په عین وخت کې هغه هڅه وکړه چې د خپل ولسمشر خبرې توضیح کړي او ویې ویل چې ترمپ یوازې د شمالي کوریا خبرو ته په عین ژبه کې ځواب ورکړی دی.

همداشان د سویلي کوریا پوځ شمالي کوریا ته د کړکیچ د لمن له پراخیدو څخه په څرګندونو ټکو کې خبرداری ورکړی دی. 

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو او د بهرنیو هیوادونو پر خبرداریو سربیره شمالي کوریا د جولای میاشتي په ۲۸مه نېټه د یوه بالستیک یا قاره یي توغندي ازموینه تر سره کړه. د کارپوهانو د وړاندوینو له مخې له نظری لحاظه لحاظ دغه توغندی تر لس زره کیلومتره واټن وهلی شي.

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: