1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ او کیم د لیدنې ځای او نیټه اعلان شوه

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۰, پنجشنبه

دونالد ترمپ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جون میاشتې پر ۱۲مه نیټه به له کیم جونګ اون سره په سنګاپور کې وویني. ترمپ ویلي چې دواړه به دغه ناسته د نړۍ د سولې له پاره په یوې ځانګړې شیبې بدله کړي.

https://p.dw.com/p/2xV9F
Bildkombo Kim Jong Un und Donald Trump
انځور: picture-alliance/AP/dpa/Wong Maye-E

د امریکا متحده ایالاتو او شمالي کوریا مشران په راتلونکې میاشت کې په سنګاپور کې سره ویني. دغه خبره دونالد ترمپ د پنجشنبې په ورځ د خپل تویتر ټولنیزې پاڼې له لارې اعلان کړه. دغه تاریخي لیدنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې په وروستیو وختونو کې د شمالي کوریا او امریکا متحده ایالاتو د اړیکو د ښه کیدو هیلي پیدا شوي دي. شمالي کوریا ژمنه کړې ده چې له خپلو اتومي وسلو به لاس واخلي.

ترمپ پر خپل تویتر پاڼه باندې لیکلي دي: «موږ دواړه به دا [ناسته] د نړۍ د سولې له پاره په یوې ډیرې ځانګړې شیبې بدله کړو.»

له دې سره به نو دا لومړی ځل وي چې د امریکا متحده ایالاتو یو بر حاله ولسمشر د شمالي کوریا له یوه ولسمشر سره لیدنه کوي.

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، دوه وارې شمالي کوریا ته سفر کړی وو چې د ناستې له پاره چمتوالی ونیسي.

د ترمپ له خوا د ناستې د نیټې تر اعلان یوه ورځ مخکې، شمالي کوریا درې امریکایي زندانیان آزاد کړل. ترمپ د دې اقدام هرکلی کړی وو. ترمپ د دغو زندانیانو د آزادیدو پر مهال وویل: «زه فکر کوم چې موږ د یوه ډیر معنی لرونکي کار د ترسره کولو له پاره ښه چانس لرو.»

تر دې مخکې د شمالي کوریا ولسمشر د سویلي کوریا له ولسمشر سره هم لیدلي وو.