1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات دریدلي

۱۳۹۸ آذر ۲۲, جمعه

د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د څو ورځو راهیسې روان مذاکرات تر لنډې دمې وروسته بیا پیلیدونکي دي. زلمي خلیلزاد ویلي چې له طالبانو سره یې د بګرام د برید موضوع هم شریکه کړې.

https://p.dw.com/p/3UjIf
Doha  Intra Afghan Dialogue Afghanistan Konferenz
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د دسمبر میاشتې په ۱۳مه نیټه) د افغان سولې له پاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د قطر په پلازمینه دوحه کې له طالبانو سره مذاکرات تر څو ورځو وروسته اوس د لنډې «دمې» یا وقفې په حالت کې دي. دغه مذاکرات وروسته له هغې چې په تیره سپتمبر میاشت کې د ولسمشر ترمپ له لوري لغوه شوي وو، د تیرې شنبې په ورځ یو ځل بیا پیل شول.

خلیلزاد په داسې حال کې دغه خبر ورکوي چې د تیرې چهارشنبې په ورځ طالبانو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په تر ټولو سترې پوځي اډې یعنې بګرام باندې برید وکړ چې په پایله کې یې دوه ملکیان ووژل شول او له ۷۰ ډیر کسان پکې ټپیان شول.

US-Sondergesandter Khalilzad für Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه باندې د یاد برید په هکله هم غوسه څرګنده کړې او ویلي دي چې «طالبان باید وښيي چې دوی غواړي او د دې وړتیا لري چې د سولې له پاره د افغانانو هیلو ته ځواب ورکړي.» نوموړي په دې ټویټري پیغام کې همدا راز لیکلي: «موږ اوس لنډه دمه اخلو ترڅو دوی له خپلو مشرانو سره پر دغې مهمې مسئلې سلامشورې وکړي.»

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا د یادو مذاکراتو په هکله په یوه ټویټري پیغام کې دغه مذاکرات «مثبت او ښه» بللي دي. د روانې اونۍ په پیل کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له آریانا نیوز تلویزون سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ یو تړون ښايي د دوو اونیو څخه په کمه موده کې لاسلیک شي.

Katar Doha | Friedenkonferenz für Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د طالبانو او امریکا ترمنځ د افغان سولې په هکله مذاکرات د ۲۰۱۸م کال په جولای میاشت کې پیل شول. د دواړو لورو ترمنځ د احتمالي توافق له مخې امریکا متحده ایالات اړ دي چې تر توافق وروسته په ۱۳۵ ورځو کې له افغانستان څخه خپل ۵۰۰۰ سرتیري اخراج کړي. سربیره پر دې، د توافق په اساس، طالبان اړ دي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي داسې یو اقدام چې طالبانو تر اوسه پورې رد کړی دی. طالبان د افغانستان حکومت د امریکا یو لاسوڅی حکومت ګڼي، خو حکومت بیا د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د سولې پر خبرو ټینګار کوي.