1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا او پاکستان اړیکې اوس هم ستونزمنې دي

۱۳۹۱ تیر ۱۸, یکشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیري سره تر لیدنې وروسته په څرگند ډول وویل چې اوس هم د امریکا او باکستان په اړیکو کې ستونزي موجودي دي.

https://p.dw.com/p/15TZX
انځور: AP

کلنټن د توکیو د کنفرانس په څنډه کې به حنا رباني کهر سره تر لیدو وروسته وویل چې د دواړو هیوادونو اړیکي له ننگونو سره مخامخ دي.

تیره اونۍ هیلري کلنټن د تیر کال د نومبر په میاشت کې د ناټو په هوایي برید کې د ۲۴ پاکستاني سرتیرو د وژنې له امله د تیلفون پر کرښه له حنا رباني کهر څخه بخښنه غوښتې وه. په غبرگون کې پاکستان د ناټو د اکمالاتي قطارونو پر وړاندې خپله پوله پرانیسته.

د رویترز خبري آژانس په خپله تبصره کې لیکلي دي چې د اکمالاتي لارې د پرانیستلو سره یو سرخوږی لیرې شو خو د نورو اختلافاتو له کبله د دواړو هیوادونو اړیکي لا هم ترینگلې دي. د پاکستان او امریکا تر منځ په اختلافي موضوعګانو کې د پاکستان په خاوره کې د وسله والو د شتون سربیره د دولت له لوري د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مخالفت او دا تورونه چې گواکې پاکستان د ځینې وسله والو له ملاتړ څخه سترگې پټوي شاملې دي.

د توکیو د کنفرانس په څنډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرې حنا رباني کهر، سره تر لیدنې وروسته کلنټن وویل چې دواړو خواوو دې خبرې ته لیوالیتیا وښوده چې په نزدې وخت کې رامنځ ته شوې ستونزي شا ته پریږدي. خو هغې پر دې خبره اعتراف وکړ چې د دواړو هیوادونو په اړیکو کې یو شمیر ستونزې هم شته. کلنټن په توکیو کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل:

«ما څو وارې ویلي دي چې زموږ اړیکې سختې خو مهمې دي. او دا به همداسې پاتې وي. زه د دې خبرې له پاره هیڅ دلیل نه لرم چې په راتلونکي وخت کې به د دواړو هیوادونو اړیکې کومې پوښتنې راولاړې نه کړي.»

هغې زیاته کړه چې د دواړو هیوادونو تر منځ ښې اړیکې د متحده ایالاتو او پاکستان په گټه دي. د کلنټن په وینا د حنا رباني کهر سره ئې د خبرو اترو تر ټولو مهمه موضوع د ترهگرو شبکو له منځه وړل وو چې د افغانستان او پاکستان د ثبات سربیره، امریکا او متحدینو ته ئې هم یو گواښ دئ.

واشنگټن پاکستان تر فشار لاندې نیولی دئ چې طالبان او د دوی ملاتړي په خاصه توگه د حقاني شبکه چې په افغانستان کې پر نړیوالو او افغان ځواکونو بریدونه تر سره کوي له منځه یوسي.

د کلنټن او حنا رباني کهر تر منځ تر دوه اړخیزه خبرو اترو وروسته دواړو مشرانو د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر زلمي رسول، سره هم ولیدل. د درې واړو مشرانو له خوا په خپره شوې بیانیه کې د طالبانو او افغان دولت تر منځ د پخلاینې د خبرو پر اړتیا باندې ټینگار شوی دئ.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش