1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا د دفاع وزیر او د ناټو عمومي منشي کابل ته تللي

۱۳۹۶ مهر ۵, چهارشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس او د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبېرګ، په یوه نا اعلان شوي سفر د چهارشنبې په ورځ کابل ته رسیدلي دي. په پام کې ده چې هغوی به له افغان چارواکو سره وویني.

https://p.dw.com/p/2km7v
U.S. Secretary of Defense Mattis and NATO Secretary-General Stoltenberg pose during a NATO defence ministers meeting in Brussels
انځور: Reuters/Virginia Mayo

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو ویاند جګتورن بل سالوین، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په پام کې ده متیس او ستولتنبېرګ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د امریکایي قوماندانانو او همداشان د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت له استازو سره ملاقات وکړي.

ناټو د دغه ماموریت په ترڅ کې د افغان ځوکونو د روزنې او سلا مشورې ورکولو چارې پر مخ وړي.

د سالوین د وینا له مخې متیس او د ناټو عمومي منشي به په کابل کې د متحدو ایالاتو په سفارت کې غونډې ولري او همداشان به له اشرف غني سره یو ګډ مطبوعاتي کنفرانس هم ولري.

ښایي د دغه ملاقاتونو اړونده موضوعات د افغانستان له پاره د امریکا متحدو ایالاتو د نوې ستراتیژۍ تطبیقول وي، چې په اګست میاشتې کې ترمپ اعلان کړه.

په تیره نزدې موده کې متیس اعلان کړی وو چې افغانستان ته به نور ۳۰۰۰ عسکر واستول شي څو د طالبانو د خوځښت مخه ونیول شي چې پر افغان امنیتي ځواکونو یې فشار زیات کړی دی.

د ناټو یو شمیر هیوادونو هم افغانستان ته د یو متوسط شمیر ځواکونو استولو اعلان کړی دی.