1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا د دفاع وزیر افغانستان ته تللی دی

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ آذر ۱۶, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو ددفاع وزیر چک هیگل، په یوه ناڅاپی سفر کابل ته ورسید. دا په داسې حال کې ده چې د افغان ولسمشر حامد کرزي او د امریکا متحده ایالاتو تر منځ د دوه اړخیز امنیتي تړون پر سر ناندرۍ لا هم ادامه لري.

https://p.dw.com/p/1AUmc
انځور: Reuters

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هیگل، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د دسمبر د میاشتې ۷مه) په ناببره توگه کابل ته ورسید. امریکایي چارواکو ویلي دي چې د افغان ولسمشر حامد کرزي او د دفاع وزیر چک هیگل تر منځ هیڅ کوم ملاقات پلان شوی نه دی، خو د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند وایي چې په پام کې ده چې دغه دواړه چارواکي د شپې ناوخته له یو بل سره وویني.

هیگل په داسې یوه وخت کې کابل ته سفر کوي چې واشنگټن له حامد کرزي څخه غواړي چې دوه اړخیز امنیتي تړون ژر لاسلیک کړي، خو افغان ولسمشر د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کیدو د مخه د دغه تړون د لاسلیکیدو څخه ډډه کوي.

دغه تړون د ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د حضور څرنگوالي په گوته کوي. په پام کې ده چې د ۸۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ پورې ائتلافي او امریکایي سرتیري د افغان ځواکونو د روزنې او سلا مشورې له پاره په دغه هیواد کې پاتې شي.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت یوه جگپوړي چارواکي ویلي دي: «د دفاع وزیر چې په افغانستان کې دی، له حامد کرزي سره د ملاقات پروگرام نه لري.» خو د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي، د فرانس پرس له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې افغان ولسمشر د چک هیگل سره د ملاقات انتظار لري: «د جمهور ریئس د نن ورځې په پروگرام کې موږ د متحده ایالاتو د دفاع وزیر سره د ولسمشر ملاقات هم لرو، چې ماښامنۍ ده.» فیضي زیاته کړې ده چې افغانستان له دې سره لیوالتیا لري چې د دوه اړخیزه امنیتي تړون د لانجمنو ټکو پر سر خبرې اترې وکړي.

له دې سره سره د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند کارل ووگ، ویلي دي چې ښایي هیگل د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي او د کورنیو چارو له وزیر محمد عمر داودزي سره وویني. هغه زیاته کړې ده: «د دفاع وزیر هیگل د اوونۍ په پای کې [شنبه او یکشنبه] افغانستان ته سفر کوي چې د خپل هیواد څخه ډیر وړاندې په یوه سیمه کې د جگړې کولو له کبله له خپلو سرتیرو څخه مننه وکړي او د هغو پرمختگونو په اړه چې هغوی د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د وړتیا د لوړولو په برخه کې تر سره کړي دي، وستایي.»

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما خبرداری ورکړی دی، که چیرې افغان ولسمشر حامد کرزی د روان میلادي کال تر پایه دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک نه کړي، نو له افغانستان څخه به په بشپړه توگه د ځواکونو د راایستلو د انتخاب پرته بل څه و نه لري. هیگل کابل ته د سفر تر مخه بحرین ته تللی وو.